1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي۷ ډله غواړي د روسیې د کنګل شوو شتمنیو ګټه اوکراین ته ورکړي

۱۴۰۳ خرداد ۵, شنبه

تمه ده د جي۷ ډلې غړو هېوادونو ماليې وزيران پر داسې لارو چارو توافق وکړي چې له مخې ېې د روسیې له کنګل شوې شتنمۍ ترلاسه شوې ګټه اوکراین سره مرسته شي. کيف د مسکو د پوځي یرغل پر وړاندې پر لاډېرو نړېوالو مرستو ټينګار کړی.

https://p.dw.com/p/4gHPs
د جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیران د ايټاليا په شمالي ښار، ستریسا، کې
د جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیران د ايټاليا په شمالي ښار، ستریسا، کې انځور: Italy Photo Press/IMAGO

د جي۷ ډلې غړو هېوادونو ماليې وزيرانو د شنبې په ورځ (د می ۲۵مه) وويل چې دوی پر داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې ېې په راتلونکې کې د روسيې د کنګل شوې شتمنۍ سود یا ګټه اوکراین سره مرسته کيږي چې د روسيې يرغل پر وړاندې مبارزه کوي.

په جي اووه ډله کې امریکا متحده ایالات، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، المان، ایټالیا او جاپان هیوادونه شامل دي. د دغې ډلې ماليې وزيرانو د ايټاليا په شمالي ښار، ستریسا، کې غونډه درلوده چې عمدتاً ېې پر دې تمرکز درلود چې څنګه کولی شي اوکراین له پاره لا ډېره بودیجه چمتو کړي تر څو ېې په خارکيف سیمه کې د روسي ځواکونو پر نوو حملو فشار وارد کړی وي.

جي۷ ډلې او متحدينو ېې د روسيې شاوخوا ۳۰۰ مليارډه ډالرو په ارزښت شتمني کنګل کړې ده. دوی دغه شتمنۍ د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر خپل ګاونډي اوکراین د روسيې تر بشپړ پوځي يرغل لږ وروسته کنګل کړه.

 د جي ۷ ماليې وزیرانو دغه ناسته د اروپايي ټولنې د روانې اوونۍ هغې غونډه وروسته کيږي چې په هغې کې یادې اتحادې رسماً تصدیق کړه چې د روسيې له کنګل شوو شتمنيو چې کلنۍ ګټه ېې تر ۳ مليارډ ډالرو پورې اټکل کيږي، اوکراین سره مرسته کيږي. 

د فرانسې ماليې وزير، برونو لومر، وويل چې د وزیرانو موخه «په اصل کې یو سیاسي توافق ته رسيدل دي» نه یوې تېارې جوړې حل لارې ته.

د دغې ناستې د ېوې اعلامېې په طرحه کې چې رويټرز خبري آژانس کتلې، راغلي چې دوی په دې تړاو بحثونو کې د پرمختګ په حال کې دي او د روسیې د کنګل شوو پیسو د ګټې ډېره برخه به له اوکراین سره مرسته کیږي.

له آرشیف څخه (17.02.2023):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل