1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیې يو لوړپوړی پوځي چارواکی د رشوت اخيستنې په تور نيولی

۱۴۰۳ خرداد ۳, پنجشنبه

د روسي رسنيو د رپوټونو پر اساس واديم شارمين، تورن شوی دی چې په لويه کچه رشوت یې قبول کړی دی. تر نوموړي د مخه نور لوړپوړي پوځي چارواکي هم په داسې حال کې نيول شوي ول چې په اوکراين کې جګړه لا دوام لري.

https://p.dw.com/p/4gCcy
د روسیې  د لوی درستیز مرستيال واديم شارمين [ښي اړخ ته] نيول شوی دی
د روسیې د لوی درستیز مرستيال واديم شارمين [ښي اړخ ته] نيول شوی دیانځور: Artyom Geodakyan/Tass/IMAGO

سيمه ایزو رسنيو د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې روسیې د پوځ د لوی درستیز مرستیال د رشوت اخيستنې د ادعاو له وجې نيولی دی.

انترفکس خبري آژانس لیکلي دي چې ډګر جنرال واديم شارمين، په لويه کچه رشوت اخيستې د تورونو له کبله په توقيف کې ساتل کیږي. دا ډول تورونه تر ۱۵ کلونو ډېره د بند سزا لري.

د « Kommersant» ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د شارمين کور تلاشي شوی دی.

د روسیې پوځ ټکان خوړلی دی

شارمين له هغو روسي پوځي چارواکو څخه يو دی چې په دې وروستیو میاشتو کې نيول شوي دي.

په تر اوسه پورې نيول شويو کسانو کې د دفاع مرستيال وزير تيمور ايوانوف، د دفاع وزارت د پرسونل مرستيال مشر ډګر جنرال يوري کوزنيڅوف، د روسیې د ۵۸ اردو پخوانی قوماندان تورن جنرال ايوان پاپوف، شامل دي.

د اپوزيسيون غړي له ډېرې مودې راهېسې د روسیې پر پوځ د فساد تورونه لګوي، خو تر اوسه یې مشران ډېر لږ د جدي پلټنو سره مخامخ شوي دي.

کريملن د پنجشنبې په ورځ دا خبره رد کړې چې د پخواني لوړو پوړو پوځي چارواکو هدفي تصفيه روانه ده.

د کريملن وياند ديمتري پيسکوف، خبريالانو ته وويل: «د فساد پر ضد مبارزه یوه دومداره هڅه ده. دا يو کمپاين نه دی او د قانون پلي کوونکو آژانسونه د فعاليتونو يوه اساسي يا اړينه برخه ده.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب