1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال باجوه: له هند سره ښې اړیکې اړیني دي

۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د کشمیر د کړکیچ سوله ایز حل اړین ګڼلی دی. د هغه په خبره اوس د ماضي د هیرولو او مخه پر وړاندې ګام اخیستو وخت رارسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3qr91
MSC Qamar Javed Bajwa  Armeechef von Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د پاکستان تر لومړي وزیر عمران خان وروسته اوس د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم په سیمه کې د امن او ثبات له پاره له هند سره پر اړیکو ټینګار کړی دی. خو دغو دواړو مشرانو ویلي دي چې پېل باید هند وکړي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د امنیتي ډیالوګ د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې د هند په نیمه لویه وچه کې به د امن هیله تر هغه وخت نیمګړي وي، څو چې د کشمیر مسله نه وي حل شوي. هغه ویلي دي چې اوس هغه وخت رارسیدلی چې «ماضي دفن کړی شي او مخ پر وړاندې ګام واخیستل شي.»

د جنرال باجوه په خبره د پاکستان او هند ټینګې اړیکي، ختیځ او لویدیځه آسیا سره نښلوي چې د سویل او منځنۍ آسیا د ثبات کیلي ده. هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي: «موږ په دې آند یو چې دا د ماضي د ښخولو او مخ پر وړاندې تګ وخت دی. د مذاکراتو له لارې د ستونزو د حل مسؤلیت د هند پر غاړه دی، زموږ ګاونډي هیواد ته په کار ده چې په ځانګړې ډول په مقبوضه کشمیر کې فضا سازګاره کړي.»

جنرال باجوه دا څرګندونې د عمران خان تر څرګندونې یوه ورځ وروسته کړي دي. عمران خان ویلي ول چې د اړیکو د بیا پیلد له پاره په کار ده چې هند لومړی قدم واخلي.

هغه د امنیتي ډیالوګ د کنفرانس د پرانیستنې پر مهال ویلي ول: «موږ هڅه کوو، خو هند باید لومړی ګام واخلي او تر هغه وخته چې هغوی داسې و نه کړي، موږ مخکې نه شو تللی.»

شنونکي په دې آند دي چې د خپلمنځي اړیکو د پیلولو اوسنۍ اشارې د دواړو هیوادونو د ځینو جګپوړو چارواکو ترمنځ د صحنې تر شا د دیپلوماسۍ پایله ده.

د جنرال باجوه څرګندونې له دې کبله هم مهمي ګڼل کیږي، چې تر دې دمخه عمران خان له هند سره د سوداګریزو اړیکو پر سر ټینګار کړی وو او ویلي ول چې نوی ډهلی منځنۍ آسیا ته د لاسرسي له پاره سیمه له ایز ثبات څخه کار اخیستلی شي.

جنرال باجوه ویلي دي چې د خپل جیو ستراتیژیک موقعیت د خپلې سیمه ایزې او نړیوالې ګټې له پاره د استعمالولو هیله لري. د هغه په خبره په افغانستان کې د سولې د راتلو له پاره فعاله ونډه او ښه نیت د دوی د مسؤلیتونو د ترسره کولو ثبوت دی.

په وروستیو کې د هند او پاکستان له لوري د خپلمنځي اړیکو د ښه والي له پاره مثبتې اشارې ورکړل شوي دي. تیره میاشت د دواړو هیوادونو د پوځي عملیاتي څانګو مشران د »لاین اف کنټرول« په اوږدو او نورو ځایونو کې د ډز بندۍ د عملي کولو هوډ ښوولی وو. تر اوسه له هغې څخه د سرغړونې کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.

هند د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته کولمبو ته د سفر پر مهال له خپل هوایي قلمرو څخه د تیریدو اجازه ورکړې وه.

شنونکي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کیدو هیلې خوشبینانه ګڼي.

جاوید اختر

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل