1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهترکیه

ترکیه: په نوې زلزله کي بیا مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

د ترکیې - سوریې له سرحد سره نژدې تر سختي زلزلې دوې اونۍ وروسته دغه سیمه یوې بلي زلزلې لړزولې ده. د زلزلې مرکز د ترکیې د هاتای ولایت ؤ، خو د سوریې څخه هم د مرګ ژوبلي رپوټونه را رسیدلي.

https://p.dw.com/p/4NmS6
Türkei | Erneutes Beben in der Provinz Hatay
د ترکیې په هاتای کی زلزلهانځور: REUTERS

د ترکیې د طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې، په دغه ولایت کي حتی د دوو زلزلو څخه خبره کړې ده، چي یوه یې د رشتر په مقیاس ۶،۴ او بله یې ۵،۸ درجې وه. دغي ادارې تر زلزلې وروسته د نورو تکانو خبرهم ورکړی دی.

د ترکیې د داخله وزیر، سلیمان سویلو د تازه ارقامو پر اساس په دغه زلزله کي حداقل درې تنه مړه سوي او تقریبأ ۳۰۰ نور زخمیان سوي دي.

ویل کيږي، چي په همسایه هیواد، سوریه کي هم ۵ تنه مړه سوي او څه ناڅه ۴۷۰ نور ټپیان سوي دي. په حلب، طرطوس او حما ښارونو کي اوسیدونکي سخت وارخطأ او اکثرو یې خپل ځانونه له کورونو څخه لاندي اچولي ول. د سپین خولۍ په نامه ژغورونکي سازمان آمر، ریاض الصالح د سوریې د یاغیانو تر کنټرول لاندي سیمه کي د ۱۵۰ ټپیانو خبر ورکړی دی. د SAMS خیریه سازمان په حواله د حلب په شاوخوا ناحیو کي ډیر کورونه نړیدلي هم دي.

په ترکیه کې زلزله: م.م. د يو میليارد ډالرو مرستې غږ کړی

د ترکیې د انتاکیا ښار په منځ کي امبولانسونه اوس هم په حرکت کي دي، خصوصأ هغه ځایونه چي تیري زلزلې ډیر ځپلي وه. همدارنګه مرستندویه ټیمونه او عمله هم د ښار په مختلفو برخو کي ګرځي راګرځي ، ترڅو د زلزله ځپلو سره کومک وکړي. اوسیدونکو پر مرکزي پارک باندي هجوم وروړی او د ضرورت پر وخت د عاجلو تلیفوني شمیرو څخه استفاده کوي.

په اجتماعي رسنیو کي داسي ویدیوګاني پورته او کښته کيږي، په کومو کي چي ښکاره کیږي، خلک د خپلو شړیو سره په وارخطايي سره د انتاکیا هوايي میدان ته ځي. له ځینو ناحیو څخه د برق د قطع کیدو خبر هم ورکول سوی دی.

په اسراییل او عراق کي هم زلزله احساس سوې

د رسنیو د رپوټونو پراساس په اسراییل ،عراق او لبنان کي هم زلزله احساس سوې ده. د همدې فبرورۍ میاشتي پر ۶ مه د رشتر په مقیاس ۷،۷ درجې یوې سختي زلزلې سهار وختي د ترکیې جنوب شرق او سوریې شمال سره ولړزاوه، چي څو ساعته وروسته په ۷،۶ درجې سره یوه بله سخته زلزله وسوه. د دواړو زلزو مرکز د قهرمان مرعش ولایت ؤ. په دغه زلزله کي د تر اوسه پوري رسمي ارقامو په حواله تر ۴۷۰۰۰ اضافه انسانان مړه سوي، چي ۴۱۰۰۰ یې یوازي په ترکي خوا کي وه.

«د ترکیې او سوریې زلزلې د پيړۍ تر ټولو خطرناک ناورین دی»

تر هغه را وروسته یو تعداد هغه اوسیدونکي چي کورونه یې نسبتأ سالم پاته وه، خپلو کورونه ته تللي دي. خو اکثره بیا هم تر شنه اسمان لاندی په خیمو او یا موټرونو کي شپې او ورځي تیروي.

نن سه شنبه د جرمني خارجه او داخله وزیراني، انالینا بیربوک او نینسي فېزر یوځای ترکیې ته سفر کوي. په پلان کي دي،چي هلته د زلزله ځپلو او الماني خیریه سازمانونو د نمایندګانو سره وګوري. سربیره پردې به د زلزلې سره مخامخ سیمو د خلکو سره د ویزې د اسانه کولو په باب خبري وکړي، د کومو چي خپلوان په جرمني کي دي.

MQ/BS/AG