1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

په ترکیه کې زلزله: م.م. د يو میليارد ډالرو مرستې غږ کړی

۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

ملګري ملتونه په ترکيه کې د زلزلې له کبله اغېزمنو شويو ميليونو انسانانو ته د خوراک، اوبو او سرپناه د ورکړې له پاره هلې ځلې کوي. په ترکیه او سوريه کې د مړو شمير مخ پر زياتيدو دی.

https://p.dw.com/p/4NdXV
د ترکیې او سوریې د زلزلې د مړو شمير لا هم په لوړېدو دی
د ترکیې او سوریې د زلزلې د مړو شمير لا هم په لوړېدو دیانځور: SUHAIB SALEM/REUTERS

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په ترکیې کې د سختي زلزلې له اغېزمن شويو سره د مرستې په موخه له غړيو هيوادونو څخه د يو ميليارد ډالرو مرستې د راټولو کمپاین پېل کړی دی.

د ژغورنې عمليات په داسې حال کې نن، د جمعې په ورځ هم روان دي، چې په ترکیه او سوريه کې د مړو شمير تر۴۱ زرو هم اوښتی دی.

م.م. څه وايي؟

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش ويلي دي چې په دې مالي مرسته به درې مياشتې ۵،۲ میليونه انسانانو ته بشري کومک ورسیږي.

هغه وويل چې دا پېسې به د خوړو د تضمين، سرپناه، زده کړو، پاکو اوبو او محافظت په برخه کې «مرستندويه ټولنې ته د حياتې مرستې د کچې په چټکۍ د لوړولو» موقع ورکړي. 

ګوتېرش زياته کړه: «اړتيا بې ساري لوړه ده، خلک له کړاو سره مخ دي او هيڅ وخت بايد ضايع نه شي.» هغه وويل: «زه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې زموږ د وخت د دې تر ټولو ستر طبيعي ناورين د ځواب دا مهمه هڅه په بشپړه توګه تمويل کړي.»

اړونده موضوع: «د ترکیې او سوریې زلزلې د پيړۍ تر ټولو خطرناک ناورین دی»

د اوونۍ په پېل کې ملګرو ملتونو د سوریې د زلزله ځپلو له پاره د ۴۰۰ میليونه ډالرو مرستې غږ کړی وو.

د ملګرو ملتونو له وياند شتیفان دوجارېک څخه پوښتل شوي ول چې ولې د ترکیې له پاره غوښتل شوې مرسته د سوریې د عين شمير خلکو له پاره له غوښتل شوې مرستې ۲،۵ چنده زياته ده. هغه یې په ځواب کې د علت په اړه وويل چې په سوريه کې لا دمخه د بشري مرستو يو ډېر ښه سیسټم موجود دی چې هلته په کار بوخت دی او لا تر زلزلې مخکې د ۲۰۲۳م کال له پاره له سوریې سره د ۴،۸ ميليونو ډالرو د مرستې غوښتنه شوې وه.

هغه وويل: «نو په دې ترتيب د سوریې له پاره د بشري مالي مرستو يو صندوق لا دمخه موجود دی کوم چې د ترکیې له پاره نشته.»

ګوتېرش د يوې اعلامیې له لارې وويل چې ترکیه په ټوله نړۍ کې د مهاجرو تر ټولو ستر کوربه هېواد دی او دغه هېواد «له کلونو راهېسې له خپلو سوريايي ګاونډيانو سره ډېر سخاوت» کړی دی.

اړونده موضوع: ملګري ملتونه: د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۵۰ زرو ته لوړ شي

هغه وويل: «اوس وخت دی چې نړۍ د ترکیې له خلکو سره مرسته وکړي، هغسې لکه دوی [ترکانو] چې له نورو سره يووالی ښوولی وو.»

په دې منځ کې نن، جمعه چارواکو او روغتيا پالانو رپوټ ورکړی دی چې په ترکیه کې د مړو شمير ۳۸ زره او ۴۴ تنو او په سوريه کې ۳،۶۸۸ ته لوړ شوی دی چې په دې توګه د فيبرورۍ د ۶مې نیټې په زلزله کې د وژل شويو ټولټال شمیر ۴۱ زره او ۷۳۲ ته رسېدلی دی.

د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د ودانيو له ويجاړيو څخه يوه ۱۷ کلنه نجلۍ او يوه ښځه وژغورل شوې يعني د ۷،۸ درجې دغه زلزلې په يولسمه ورځ. خو د نورو ژوندي پاته شويو کسانو د موندلو هیلې مخ پر کميدو دي.

د ترکیې حکومت په ځينو سيمو کې د ژغورنې عمليات ځنډولي دي او سوریې حکومت هم تر خپل کنترول لاندې سيمو کې ورته ګام پورته کړی دی.

ب.ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: