1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان له طالبانو سره د اقتصادي پروژو په اړه وغږېد

۱۳۹۹ بهمن ۱۹, یکشنبه

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې طالبان يې خبرو ته وربللي ول. په ګازو بډای دغه هېواد د داسې لويو اقتصادي پروژو له پاره امنيتي ضمانتونه غواړي چې ټوله سيمه به سره وصلوي.

https://p.dw.com/p/3p0Cf
Katar Taliban Friedensgespräche
آرشيف انځورانځور: Ibraheem al Omari/REUTERS

ترکمنستان د افغانستان له رسمي حکومت سره په دې وروستيو کلونو کې ټينګ روابط رامنځ ته کړي، خو له طالبانو سره يې هم پر له پسې خبرې کړي، څو دغه ډله هم له اقتصادي پروژو څخه ملاتړ وکړي. طالبانو ته په خطاب د ترکمنستان د بهرنيو چارو د وزارت په ويبپاڼه کې په يوه خپره شوې بيانيه کې راغلي چې دغې ډلې (طالبانو) «د زېربنايي پروژو د پلي کولو له پاره بشپړ ملاتړ څرګند کړی چې د افغان ولس د ښېګڼې او رفاه د تضمين هدف لري.»

د طالبانو د وياند له خوا د شنبې په ماښام په يو څو ټويټونو کې هم دغه خبرې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق آباد کې تائيد شوې او دا هم ويل شوي دي چې «د دواړو هېوادونو د سرحدونو پر امنيت» هم بحث شوی دی. ترکمنستان او افغانستان تېره مياشت د ترانسپورت، انرژۍ او ارتباطاتو په برخه کې نورې اړيکې سره ټينګې کړې چې ترکمنستان پکې د افغانستان د جګړه ځپلي اقتصاد په رغونه کې سهيم دی.

د امنيتي ستونزو له کبله پانګونې ځنډېدلي

يوه روانه پروژه د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان (تاپ) د انرژۍ پروژه ده چې د ترکمنستان پر برېښنا څرخي چې يوه برخه يې د آسيا د پرمختيايي بانک له لوري تمويليږي. بله پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند پايپ لاين يا نلليکه ده چې د ټاپي په نوم مشهوره ده. هغه ترکمنستان ته اهميت لري ځکه چې چين ته د خپلو طبيعي ګازو د خرڅلاو وابستګي يې پرې راکميږي.

له افغانستان څخه تېرېدونکې د دغې نلليکې برخه به له ۷۰۰ کيلومترو څخه زيات اوږدوالی ولري چې دغه پروژه د کلونو راهيسې د امنيت او پانګونو په برخه کې د شکونو له کبله ځنډول شوې وه. د افغانستان حکومت دا مهال له طالبانو سره د سولې په هکله پر خبرو بوخت دی چې تر اوسه پورې کومه لاسته راوړنه نه لري.

د افغانستان له پاره د متحده آيالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د کال په پيل کې د ترکمنستان تر څنګ له پاکستان، افغانستان او قطر څخه ليدنه وکړه. طالبان په قطر کې خپل سياسي دفتر لري. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر جو بايدن ادارې پر طالبانو تور لګولی دی چې تاوتريخوالي يې نه دی کم کړی او له القاعده سره يې اړيکې نه دي پرې کړې.

 AFP/ns/aa