1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ په سعودي کي ـ د سل میلیارده ډالرو چمتو وسلې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۳, شنبه

اټکل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر به په خپل دې سفر کې د میلیاردونو ډالرو وسلو او تجهیزاتو تړونونه نهایې کړي. پخواني ولسمشر اوباما له ریاض سره د وسلو داسې څو تړونونه ځنډولي ول.

https://p.dw.com/p/2cuYr
Donald Trump, Mohammed bin Salman bin Abdulaziz Al Saud
انځور: picture alliance/AP Photo/E.Vucci

ټاکل شوی ده چې د امریکا جمهوري غوښتونکی سیاستوال ډونالډ ترمپ به د پلان شوي پروګرام په اساس د می میاشتې په ۱۹ نیټه د امریکا د ولسمشر په توګه خپل لومړنې بهرنې سفر له سعودي عربستان څخه پيل کړي.

د ترمپ له خوا د لومړني سفر له پاره د سعودي عربستان انتخابول، له دغه سني هیواد سره د خپلو اړیکو بهترولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي.

دا خبره مهمه ده چې د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې د واشنګټن او ریاض مناسبات یو څه خړپړ شوي ول، چې علت یې د یمن، سوریې او ایران په اړه د سعودي عربستان خارجي پالیسې بلل کیدله.

د یادونې وړ ده چې په سعودي عربستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې نیولو سره د اوباما حکومت د ریاض له حکومت سره د وسلو یو شمیر تړونونه ځنډولي ول.

خو اوس د امریکا متحده ایالاتو نوی ولسمشر غواړي له سعودي عربستان سره د خپلو اړیکو یوه نوې پړاو پيل کړي. د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکې د نوم پټ ساتلو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې ترامپ به په خپل دې سفر کې له سعودي عربستان سره څه د پاسه سل میلیاردو په ارزښت د وسلو او پوځي تجهیزاتو تړونونه نهایي کړي.

د دغو تړونونو په اساس به سعودي عرستان ته نوي وسلې هم ورکړل شي. امریکا هغه هیواد دی چې سعودي عربستان ته تر ټولو ډیرې وسلې صادروي. په دې وروستیو کې د واشنګټن حکومت د میلیاردي ډالرو تړونو په اساس سعودي عربستان ته د F-15  ډوله جنګي الوتکې او نورې نوې وسلې او تجهیزات ورکړي ول.

د همدې تړون له مخې د امریکا پوځي انجینران پر سعودي عربستان د پلورل شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو د ترمیم مسئولیت هم پر غاړه لري.

د سپینې ماڼۍ پورې اړوند یوه چارواکي په حواله له سعودي عربستان سره د وسلو دغه نوی تړون هم ډیر مهم دی. نوموړي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط روټرز ته ویلي دي چې له دې تړون سره به د امریکا اقتصادي سکتور بهتره او د په سیمه کې د طاقت توازن د برقراره ساتلو په برخه کې مرسته وکړي.

امریکا نه یوازې سعودي عربستان بلکې اسرائیل او مصر ته هم یو له مهمو وسلو صادرونکو هیوادونو څخه دی. د امریکا ولسمشر به تر سعودي عربستان وروسته اسرائیل ته سفر وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.03.2017):