1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ تر دوه کلن بندیز وروسته بېرته فیسبوک ته راوګرځېد

۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو مخکنی ولسمشر، دونالد ترمپ، له فیسبوکه د څه باندې دوه کاله لرې توب وروسته، د جمعې په ورځ بېرته دغې ټولنیزې رسنۍ ته راوګرځيد. هغه ليکلي: «زه بېرته راغلم!» ترمپ په فیسبوک کې ۳۴ میلیون فالورز لري.

https://p.dw.com/p/4Oslo
Twitter-Account von Donald Trump
انځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/picture alliance

د ترمپ دغه پُست له ويډیو کلیپ سره وو چې هغه په کې د ۲۰۱۶م کال انتخاباتو د ګټلو پر وخت خپلو خوشاله پلویانو ته وینا کوي. هغه په دغه ۱۲ ثانیه يي وېډیو کې وايي: «بخښنه غواړم چې تاسو مې په انتظار کې پرېښودئ.»

ترمپ باندې د فیسبوک تر څنګ د ټويټر او انستاګرام شبکو د کارولو بندیز وروسته له هغې ولګید کله چې د هغه قهرجنو پلویانو د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۶مه جو بایدن ته د انتخاباتو تر بایللو وروسته پر پلازمینه واشنګټن باندې حمله وکړه.

اړوند  نور ولولئ: «دونالد ترمپ محرم اسناد له ځان سره وړي دي»

ترمپ د انتخاباتو په اړه د ناسمو معلوماتو پر خپرولو او تاوتریخوالو ته پر هڅولو تورن شو. میتا شرکت چې د فیسبوک او انستاګرام مالک دی، په جنوري میاشت کې پر ترمپ لګيدلی بندیز لرې کړ، خو ترمپ تر اوسه غلی پاتې شوی وو. 

يوټيوب هم د جمعې په ورځ د ترمپ پر حساب لګيدلی بندیز لغوه کړ. ټويټر چې ترمپ ورڅخه د خپلې واکمنۍ پر وخت له وقفې پرته استفاده کوله بیا په تېر نومبر کې وروسته له هغې چې دغه شبکه ایلان ماسک واخیستله، بندیز لغوه کړ. خو د جمعې په ورځ پر ټويټر د ترمپ تر ټولو وروستی پُست د ۲۰۲۱م کال د جنوري څخه وو. ترمپ په ټويټر کې څه باندې ۸۰ میلیونه فالورز يا تعقیبونکي لري.

اړوند  نور ولولئ: ترمپ غواړي بیا ولسمشر سي

په جنوري کې کله چې ميتا شرکت د ترمپ د حساب د آزادولو اعلان وکړ، ټينګار ېې کړی وو چې هغه دې د دغې شبکې اصول په نظر کې ونیسي.

 د میتا د نړیوالو چارو مسئول، نیک کلګ ليکلي وو: «که چېرته ښاغلی ترمپ بیا هم تاوتریخجن پُستونه خپروي، هغه به حذف کیږي او حساب به ېې د تاوتريخجنو محتویاتو شدت ته په کتو له ېوې میاشتې نېولې تر دوو کلونو پورې د تعلیق حالت کې راوستل کيږي.»

۷۶ کلن ترمپ، تېرکال اعلان وکړ چې هغه به د ۲۰۲۴م کال ولسمشريزو ټاکنو ته بيا ځان نوماند کړي.

 (dpa)mks/mns

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: