تر کندز وروسته طالبانو پر بغلان برید پیل کړی
۱۳۹۸ شهریور ۱۰, یکشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې په لومړۍ نیټه) د بغلان ځايي چارواکو وویل چې طالبانو د دې ولایت په مرکز برید پیل کړی دی. دا په دې وروستیو ورځو کې پر یوه ولایت باندې د طالبانو دوهم برید دی.
د بغلان د ولایتي شورا یوه غړي حیات الله وفا د آلمان خبري آژانس ته وویل چې طالب جنګیالیو په ځايي وخت د شپې شاوخوا یوه بجه د بغلان پر مرکز باندې له درې استقامتونو څخه برید پیل کړی دی او په خبره یې طالب جنګیالیو د ښار اړوند یوه سیمه هم نیولې ده.
پر بغلان باندې د طالبانو دغه برید داسې مهال کیږي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو پر کندز ولایت باندې ډله ایز برید پیل کړ چې په پایله کې یې د کندز ښار ځینې دولتي ودانۍ او یوه سیمه نیولې وه. ځايي چارواکو نن د یکشنبې په ورځ بیا د کندز ښار د تصفیې خبر ورکړی دی.
په عین وخت کې د کندز ښار په مرکز کې پرون ناوخته د یوه ځانمرګي موټر برید په پایله کې هم د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی. د ځايي چارواکو په خبره په دې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او د امنیتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۱ تنه نور بیا ټپیان دي.
په افغانستان کې د طالبانو بریدونه داسې مهال زور اخلي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د مذاکراتو نهم پړاو بشپړ شو او دواړو لورو توافق ته د نیږدې کیدو خبر ورکړی دی. طالبان او امریکايي چارواکي د تیر یوه کال راهیسې د افغانستان د کابو ۱۸ کلنې جګړې د پای له پاره د تیر یوه کال راهیسې په خبرو او مذاکراتو بوخت دي.