1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري مرستې؛ افغانستان ته ۱۶ میليونه ډالر ورسیدل

۱۴۰۰ آذر ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان بانک اعلان وکړ چې له دغه هیواد سره د بشري مرستو په ادامه يې ۱۶ میليونه ډالر ترلاسه کړي دي. دغه بانک وايي چې یادې پيسې د کابل له هوايي ډګر څخه د افغانستان بانک ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/43kj8
Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د افغانستان بانک، تائيد کړه چې د بشري مرستو په ادامې د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر ۲مه) ۱۶ میلیونه ډالر افغانستان ته ورسيدل او دغه بانک ته وسپارل شول.

د افغانستان بانک پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي دي چې دغه پيسې د کابل له هوايي ډګر څخه د افغانستان نړيوال بانک ته انتقال شوي دي.

د دغه بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سياسي دفتر »يوناما« په دغه هیواد کې پر اړمنو خلکو د دغو نغدي او بشري مرستو د ویشلو مسئوليت لري.

د افغانستان بانک د اعلاميې په يوه برخه کې راغلي دي چې دغه بانک هڅه کوي چې له مختلفو او اصولي لارو څخه په کار اخیستنې، له فقر او بي وزلۍ مخنیوی وکړي. یاد بانک دغه راز خلکو ته ډاډ ورکړی چې د دغه هیواد بانکي سیستم به ډير ژر خپل عادی حالت ته راوګرځول شي.

ورته مطلب:سور صلیب: د افغانستان ډیری کورنۍ له مرستو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان خلکو له پاره د نغدي مرستو د یو ۳۰۰ میليون ډالري پروګرام اعلان وکړ.

دغه مرستې ماشومانو درولودنکو کورنيو، د پاخه عمر خاوندانو او یا هم معلولیت لرونکو افرادو ته د فقر د مخ په ډيريدونکي وضعیت د مخنيوي په موخه ورکول کيږي.

دغه پیسې داسې وخت افغانستان ته رسيدلي چې دغه هیواد له شدید بشري بحران له خطر سره مخ دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدلو او د دغه هیواد شتمنیو په کنګل کیدو سره بیکاري او اقتصادي ستونزې ډيرې شوي او نړيوالې ټولنې له بشري ناورين څخه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان وړاندوينه کړې چې ښايي په افغانستان کې فقر د راتلونکي میلادی کال تر نیمايي پورې عمومي شي چې د افغانستان د شاوخوا ۳۹ ميلیونه نفوس له ۹۰ سلنې څخه ډيره برخه متاثره کړي. دغه سازمان همدارنګه ويلي دي چې په افغانستان کې په میلیونه انسانان د غذايي کمښت له ستونزې سره مخ دي.