1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برید جنرال ارلټ: له افغانستان څخه تخلیې حل لاره نه درلوده

۱۴۰۲ اسفند ۲۵, جمعه

په افغانستان کې د المان پوځ د ماموریت مشر برید جنرال ینس ارلټ په وینا د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې له افغانستان څخه د تخلیې عملیاتو ته باید د نورو ماموریتونو له پاره د یوې طرحې په توګه ونه کتل شي.

https://p.dw.com/p/4dZLg
Afghanistan Kabul Airport Evakuierungen
آرشیف انځور: د ۲۰۲۱م کال په اگست کې کابل ته د طالبانو له داخلیدو روسته ، عام خلک د تیښتې په هڅه کېانځور: AP/picture alliance

په افغانستان کې د المان پوځ د ماموریت مشر د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۴) د دغه هیواد په پارلمان کې څېړنیزې کمیټې ته له افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو د یوه عیني شاهد په توګه وویل: «ټیم ته یوه داسې دنده سپارل شوې وه، چې حل یې نه درلود.»

نوموړي زیاته کړه چې د بل هیڅ داسې پوځي ماموریت سره نه شي پرتله کولی، چې تر اوسه پورې یې په نظامي برخه کې تجربه کړې وي. برید جنرال ارلټ وویل مختلف عوامل د دې سبب شول چې ونه توانیدلو ټول هغه ځواکونه چې په افغانستان کې یې د المان له پاره کار کړی وو [په افغانستان کې د المان پوځ سیمه ایز همکاران] تخلیه کړای شي.

کله چې له ارلټ څخه پوښتنه وشوه چې ستاسې له نظره څه شي باید بل ډول شوی وایي، هغه وویل: «کوم څه چې په هغو شرایطو کې ممکن ول، موږ وکړل.»

یوه بل عیني شاید تحقیقاتي کمیټې ته وویل چې هغه لیست چې د المان د بهرنیو چارو وزارت له خوا دوی ته سپارل شوی، د تیروتنو له کبله ترې استفاده نه شوه کیدلی.

برید جنرال ارلټ، وضاحت ورکړ چې لیستونه په متفاوت ډول طبقه بندي شوي ول او یا کیدای شي نومونه بدل شوي ول. خو سره له دې هم تر کوم ځایه چې دی پرې پوهیده پریکړه یې کوله چې څوک باید تخلیه شي او څوک نه.

د هوایي پل یعنې د الوتکو په وسیله د تخلیې د عملیاتو د مشر په وینا د تخلیې لیست باید لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل نوی شوی وای او په پای کې په لیست کې د موجودو کسانو د نومونو شمیر باید پنځه عدده شوی وای. خو بالاخره ۵۰۰۰ کسان وژغول شول. ارلټ زیاته کړه چې دا باید لادمخه واضح شوی وای چې ټول په پروازونو کې نه شي انتقالیدلی.

د المان په پارلمان کې د افغانستان د ماموریت د ارزونې له پاره تحقیقاتي کمیټې باید د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له کابل څخه د پوځي تخلیې د عملیاتو ارزونه کړې وای. دغه عملیات د سخت دریځه طالبانو له خوا ډېر ژر د افغانستان د بیرته نیول کیدو له کبله ضروري شول.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

افغانستان: ښځي په وسله وال ماموريت کي