بادغیس: د سړک د غاړې ماین شپږ پولیس ووژل
۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبهد بادغیس د ولايتي شورا غړو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه پولیس د بادغيس مرکز، قلعه نو ته روان ول چي نقليه وسيله يي د سړک پر غاړه ايښودل سوي پر یوه بم برابره سوه. ويل کيږي چي د مقر په ولسوالي کي رامنځته سوې په دغه پيښه کي څلور نور پوليس ټپيان سوي هم دي.
دغه ډول په لاس جوړ سوي بمونه زياتره وخت د طالب جنګياليو له خوا ايښودل کيږي چي افغان امنیتي ځواکونه په نښه کړي. په عين وخت کي په شمالي ولايت بغلان کي بيا د پوهنتون د يوه متقاعد استاد جسد موندل سوی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه اعلامیه کي راغلي دي چي د افغانستان دښمنانو دغه استاد، د کندز او بغلان ترمنځ پر لویه لار باندې له موټر څخه راکښته شوی او وژل سوی دی. د سيمه یيزو رسنيو په حواله دغه استاد په کابل کي د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کي دنده لرله. خو طالبان په دغه پيښه کي د لاس لرلو څخه انکار کوي.
د ولايتي شورا د غړو په خبره طالب ياغيان د لویو لارو په اوږدو کي تل د کنترول غيرقانوني اډې جوړوي او د حکومتي ادارو او یا هم امنيتي ځواکونو غړو لټه کوي.
(gp/ms (dpa)