1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د تیر حکومت ټول پوځي تجهیزات طالبانو ته سپارلي؟

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ خرداد ۱۸, چهارشنبه

طالب چارواکي وايي چې د تیر حکومت د سقوط په ورځو کي د هرات، فراه، او نیمروز څخه زیات شمیر وسلې او پوځي وسایط افغان پوځیانو ایران ته اړولي ول، خو اوس ایران د دغو تجهيزاتو یوازي لس سلنه بيرته افغانستان ته سپارلي دي.

https://p.dw.com/p/4CPmk
Kabul | Militärparade Taliban - US Waffen
انځور: Ali Khara/REUTERS

د هرات ولایت د اسلام کلا سرحدي کمیسارۍ مسؤولین وايي ایران ویلې دي چي د دوې نور پوځي تجهیزات ورسره نشته خو دوی خپل لیست او د پاتي نورو پوځي تجهیزاتو ادعا لري چې باید ور وسپارل شي.

تیره شپه د اسلام کلا پر پوله د ایران حکومت یوشمیر هغه پوځي وسایل او وسلي طالبانو ته وسپارلې کومي چې د تیر حکومت د سقوط پر وخت د افغان پوځیانو لخوا یاد هیواد ته وړل شوې وي.

د اسلام کلا سرحدي کمسیارۍ مرستیال مولوي همایون همت دویچه ته وویل: په یادو وسلو کي ۸۰ میله کلاشینکوفونه، ۳۰ میله راکټ، لس میله هاوان، یو میل زیکویک، لس میله دهشکې، ۶۰ میله تومانچي ۳۳ سواري، انټرنشنل، رنجراو ټانګونه شامل دي.

هغه وويل: «دغه وسلې چې موږ ته راوسپارلې يوازي د اسلام کلا د کمیسارۍ وسلي نه پوره کوي، په دې وسلو کي ېې د نیمروز او فراه وسلې هم ورکډي کړي. یوازي لس سلنه تجهیزات یې راکړي ۹۰ سلنه ورسره دي، په تیر حکومت کي چې کومو خلګو دلته مسئولیت درلود هغوی موږ ته د وړل شوو تجهیزاتو لیستونه راکړي. موږ ته باید ټولي وسلې راکړل شي، خو ایرانیان وايي ستاسو وسلي همدومره وې.»

په هرات کي د ولسي پاڅون کوونکو شورا پخوانی غړی جمال عبدالناصر حبیبي چې د طالبانو په مقابل کي یې د اسماعیل خان تر رهبرۍ لاندي جګړه کوله وايي، وخت بیړنی وو هر څوک په دې فکر کي وه چې څه ډول ځان له هیواده وباسي نه یوازي د هرات بل د فراه او نیمروز له لاري ډیرو کسانو ایران ته پناه یوړل چې ډیر زیات تجهيزات ورک او له هیواده یوړل شول:«داسې دقیق ارقام چې ایران ته څومره وسلي انتقال شوې زموږ سره نشته، او کوم تضمین هم نشته چې ایران به څومره وسلي طالبانو ته وسپاري، ځکه کله چې نه د افغانستان د خلګو نه د حکومت او نه هم طالبانو سره دقیق ارقام وي نو ادعا هم نشې کیدلاې چې دومره وسلي وي او باید راکړل شي.»

Kabul | Militärparade Taliban - US Waffen
آرشيف انځورانځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، له هغو هیوادونو سره خبري رواني دي چې وسلي او پوځي وسایل ور وړل شوې.

د پوځي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي دا څووم ځل دی چې د نړوالو په مرسته موږ ته جوړ شوی منظم پوځ له مینځه ځي دا ترخه تجربه موږ مخکي هم تیره کړه خو بیا هم اصلاح نه شوو حتې زموږ د مقتدره پوځ نظامي وسایل پر ګاونډیو د کباړ په ډول خرڅ شول دا چې ایران اوس ډیره کمه اندازه ور وړل شوې پوځي وسایل بیرته سپارلې دا کفایت نه کوي.

هغه وويل: «کوم تاسیسات فرقې او پوځي مرکزونه چې د طالبانو له خوا د غنیمت په ډول نیول کیدله د افغان پوځ سرتیري به رخصت کیدل نو ځکه خو په دې وخت کي د افغانستان دښمنانو او قاچاقبرو بیاهم ګاونډیو ته پوځي وسایط یوړل زه د یوه نظامي په حیث باور لرم چې دا تصفه حساب سخت کار دی مګر هغه وخت ممکن دی چې موږ یو معیاري حکومت ولرو.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت په نسکوریدو او له دغه هیواده د امریکا او نړیوالو ځواکونو په وتلو سره د جنګي وسایلو او تجهیزاتو نامعلوم برخلیک او د هغو لوټیدل هغه موضوع ده چې لاهم بې برخلیکه پاتي ده، تر دې مخکې د افغانستان د پخواني پوځ یوشمیر وسایط د ایران او پاکستان په خاوره کي لیدل شوې وه دا چې د افغانستان د تیر حکومت پوځي چورلکي او وسایط به کله او په کوم میکانیزم طالبانو ته وسپارل شي لاهم تر اوسه نه ده معلومه. خو ایران لمړنی هیواد دی چې د افغان پوځ یوه اندازه ور وړل شوې پوځي تجهیزات یې طالبانو ته وسپارل.