خليلزاد: بهرني ځواکونه له شرايطو پرته له افغانستانه نه وځي
۱۳۹۹ مرداد ۴, شنبهدلته د وېرې اصلي ټکی څه دی؟
افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک کې ترټولو ستر ټکی دا دی چې تاوتریخوالی کم او یو سرتاسري اوربند ته لاره هواره شي.
نوموړي د جمعې په ورځ د امریکا سولې انستیتیوت په نوښت یوې پر لیکه غونډې ته ویلي چې له اوربند سربیره د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره دوه نور مهم شرطونه هم شته:
«د ترهګری پرضد ګډې هڅې، دغه راز د بین الافغاني خبرو پيل چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي.»
د خلیلزاد له څرګندونو داسې ښکاري چې د دغو شرطونو عملي کېدو په وړاندې لاهم دوه ستر خنډونه شته.
د طالبانو په لاس د جګړې سختول او د افغان حکومت د شاوخوا ۶۰۰ بندیانو په نه خوشې کولو ټینګار، د اوس لپاره د بین لافغاني خبرو مخه ډب کړې ده.
د شاوخوا ۶۰۰ طالب زندانیانو د نه خوشې کولو لپاره د افغان حکومت دلیل دا دی چې هغوی ډيری "حق العبدي" په څير جرمي دوسیې لري.
د تاوتریخوالي ډيرېدل
افغان حکومت په سملاسي توګه د خلیلزاد دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د ملي امنیت شورا دفتر نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولايي ۲۵مه) هم په جګړه کې د اوښتو تلفاتو شمېرې خپرې کړې.
دا شورا د یوه ټویټ پيغام په ترڅ کې لیکي:
«طالبانو د خپلو جنایتونو په لړ کې تېره اونۍ ۴۰۱ ځل جګړه ییز خوځښتونه ترسره کړي چې له امله یې ۴۶ ملکي افغانان شهیدان شوي او ۹۳ نور ټپیان دي.»
د ملي امنیت شورا پروینا طالبان په بشپړه توګه د خپلو کړو ژمنو په مقابل کې ولاړ دي او دې ډلې ډېر بریدونه په هلمند، بادغیس او غور ولایتونو کې کړي.
خلیلزاد دا ټینګار هم کړی چې د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې تړون کې د طالبانو ژمنو پورې تړلی او مشروط دی.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو ټکني کېدو ویره
سیاسي شنونکي عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته وویل، د افغان جګړې اوسنیو دوو ښکېلو اړخونو (حکومت او طالبانو) دریځونو دا ویره ډېره کړې چې ښايي امریکایان هم په خپلو ژمنو عمل ونه کړي.
«که د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د شرایطو په تطبیق کې بې غوري وشي او دواړه غاړې په خپلو مطالباتو باندې ټینګار وکړي او دواړه ډلې په ضد ودریږي، نو بیا ښکاره خبره ده چې خلیلزاد او د امریکا حکومت ته دا موقع په لاس ورځي چې دا ټوله لوبه سرچپه شي.»
ښاغلی کاکړ چې د افغان سولې بهیر له نیږدې څاري زیاتوي چې د امریکا ټاکنو په رانیږدېدو او هلته د یوه نوي حکومت جوړېدل ښايي د هغه هېواد په سیاستونو او تګلارو کې د بدلون سبب شي.
د نوموړي په خبره که د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون عملي نه شي افغانستان کې یو پيچلی وضعیت رامنځته کیږي.
دغه راز، په دې هېواد کې د جګړو د پراخېدو او لاسختېدو ویره شته، چې بیا به یې مهارول سخت وي.
اسماعیل شاکر- کابل