ایا طالبانو د خپلو زندانیانو نوی لیست افغان حکومت ته سپارلی؟
۱۳۹۹ تیر ۱۹, پنجشنبهد طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې له دغو زندانیانو سره یې مرسته کړې او خپلو کورنیو ته یې رخصت کړي.
افغان حکومت وايي، د طالب زندانیانو په پنځه زره کسیز لیست کې ۵۹۷ یې داسې زندانیان دي چې په وژنو، برمته نیونې او په ځینو نورو سترو جرمونو تورن دي.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل دویچه ویله ته وویل، حکومت ددغه شمېر زندانیانو د نه خوشې کولو پر دریځ اوس هم کلک ولاړ دی. خو ایا پرځای به یې نور زندانیان خوشې شي؟ ښاغلي فیصل په دې اړه وویل: «زموږ سره طالب زندانیان ډير دي، خو په هغه مخکني ۵ زره کسانو کې ۵۹۷ یې نه ازادوو، زموږ بحث پر دې دی چې ددغو زندانیانو پرځای نور زندانیان خوشې کوو.»
طالبانو ته نیږدې سرچینې وايي، په کابل کې د طالب زندانیانو د خوشې کولو تخنیکي ډله له افغان حکومت سره په دې اړه په خبرو بوخته ده.
د افغانستان د سولې انستیتیوت مشر خلیل صافي دویچه ویله ته وویل، ددغو ۵۹۷ زندانیانو دوسیې له سره څېړل شوي، چې ښايي پر ځای یې نور طالب زندانیان خوشې شي.
د ښاغلي صافي په وینا د زندانیانو شمېر دومره نه دی لکه څومره یې چې حکومت شمېرې خپرې کړي: «د طالبانو تخنیکي پلاوي د حکومت له تخنیکي ټیم سره د ۵۹۷ بندیانو دوسیې له سره څېړلي او دواړه لورې هڅه کوي چې ددغو بندیانو خلاصون په اړه رامنځته شوې ستونزې ته د حل لار ومومي، چې د بندیانو د تبادلې پروسه ژر بشپړه او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته زمینه مساعده شي.»
سره له دې چې د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل د طالبانو د ۵۹۷ کسانو پر ځای د نورو طالب زندانیانو د نوملړ په اړه مالومات ورنه کړل، خو ځینو رسنیو د حکومتي سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې طالبانو نیږدې د ۶ سوه زندانیانو تازه لیست حکومت ته سپارلی دی.
د دغو ۵۹۷ زندانیانو په دوسیو کې څه دي؟
هاخوا په قطر کې د طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو کمېسیون وايي، د څه کم ۶۰۰ زندانیانو د نه خوشې کولو په اړه ورته تراوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.
لیکوال او ژورنالیست عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته وویل، افغان حکومت یوازي د څه باندې ۳۰۰ هغو زندانیانو لیست طالبانو ته ورکړی چې په بیلابیلو جرمونو تورن دي: «په دغو بندیانو کې پر ۱۵ کسانو په درنو جرمونو کې د ښکېلتیا دعوه کیږي، دغه راز پاتې نور څه باندې دوه نیم سوه کسان په اختطاف او قتل په څیر د جرمونو تورن دي.»
دغه پاکستان میشتی افغان ژورنالیست چې د سولې خبرې له نیږدې څاري زیاتوي د وژنو هغه دوسیې دي چې طالب بندي ته د یو دولتي چارواکي د وژلو دوسیه جوړه شوې. دغه راز، په دغه شمېر طالبانو کې ځینې یې د دولتي کسانو د برمته نېونې په تور نه خوشې کیږي.
کاکړ په دې اړه وویل: «د طالبانو دلیل دادی چې د جګړې پرمهال د دولتي کسانو هدف ګرځول او یا د هغوی برمته کول هغه څه وو چې طالبانو جهاد باله او بل دا چې دا هرڅه د جګړې پرمهال شوي، نو ځکه دولت یې له ځان سره د ساتلو له پاره قوي منطق نه لري.»
اسماعیل شاکر – کابل