1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا ترمپ په پولند کې نوې پوځې اډه جوړولی شي؟

۱۳۹۷ شهریور ۲۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ویلي چې د پولند د ولسمشر پر هغې غوښتنې باندې جدي غور کوي چې امریکا دې په دغه هیواد کې نوي پوځي اډه جوړه کړي. کارپوهان وایي که دا پریکړه وهم شي نو ډیر وخت به ونیسي.

https://p.dw.com/p/35EK6
US Soldaten Rapid Trident-2017
انځور: Getty Images/AFP/Y. Dyachyshyn

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او پولندي سیال یې اندژی دودا، د سه شنبې په ورځ پر دې خبرې وکړې چې امکان لري واشنګټن په پولند کې یوه نوې پوځي اډه جوړه کړي. دودا په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې آن وویل چې دغه آډه به «فورت ترمپ» ونومول شي چې هدف به یې د پولند له ستراتیژیک موقعیت څخه استفاده او همداراز د روسیې د نفوذ د پراخیدو مخنیوي وي. ترمپ هم په دې کنفرانس کې وښوده چې د دغه شان یوه نظر مخالف نه دی.

که څه هم د دونالد ترمپ او نړیوالو پام د احتمالي اډې نوم ته واوښت خو پوځي کارپوهان بیا د اډې د جوړولو وړاندیز حیران نه کړل. د پولند د حکومت استازو له میاشتو راهیسې په واشنګټن کې د دې اډې د جوړیدو له پاره لابي کوي.

د بیلګې په توګه د پولند د بهرنیو چارو پخواني وزیر رادوسلاف سیکروسکي، دویچه ویله ته وویل: «ما د دې مفکورې له پاره ډیر زیات کار وکړ. موږ په پولند کې داسې متحد ځواکونه غواړو چې د روسیې مخه ونیسې خو دغه هیواد و نه ګواښي.»

دونالد ترمپ د سه شنبې ورځې په خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا متحده ایالات به په پولند کې د پوځي اډې موضوع په جدیت سره په پام کې ونیسي. خو ایا دا مفکوره عملي ده او ایا هغه به د عملي کیدو په صورت کې عواقب هم ولري؟

اوږد بهیر

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو له مرکز څخه هیتر کونلي، وایي که د اډې د جوړولو پریکړه هم وشي نو دا به یو ډیر اوږد بهیر وي. هغه زیاتوي: «کله چې ولسمشر دونالد ترمپ وایي چې موږ دغه وړاندیز په جدي توګه ارزو، نو دا په دې معنی ده چې کانګرس د دفاع له وزارت څخه غوښتي دي چې دغه وړاندیز وڅیړي. زما په نظر د دفاع وزارت ځینې جدي پوښتنې لري.»

د دغې کارپوهې په نظر امریکایي پوځي چارواکي د اډې جوړولو په برخه کې چندان هیجاني نه دي. هغه وایي له دې کبله چې د اډې د جوړولو وړاندیز د پولند او امریکا تر منځ دی نو د دې اړتیا شته چې ناټو باید په کې لا ډیره ښکیله شي.

له اتلانتیک شورا څخه جورج بینیتیز، دویچه ویله ته وویل: «د پولند وړاندیز به هغه وخت ډیره معنی لرلی چې په مرکزي اروپا کې د ناټو په چوکاټ کې په هیوادونو کې پانګونه وای، د بیلګې په توګه په پولند، ایستونیا، لتویا او لیتوانیا کې د متحدو ایالاتو ځواکونو د پیاړوي حضور د کنډکونو په چوکاټ کې. »

دغه کارپوه ټینګار کوي چې که امریکا په یوازې سر په پولند کې د ناټو له همکاري پرته اډه جوړه کړي نو دا به د ترمپ د هغې سیاست پر خلاف وي چې غواړي په اروپا کې دفاعي فعالیتونه د ناټو او ګډ تمویل له لارې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې بینیتیز ټینګار کوي چې په هر صورت کې په پولند کې د ډیرو متحدو ځواکونو ځای پر ځای کول د اروپا له امنیت سره مرسته کوي. مسکو بیا په مې میاشتې کې ویلي وو چې پولند ته د ډیرو ځواکونو راوستل به د اروپا د امنیت په ګټه نه وي.

جان شیلتون

زموږ له ارشیف څخه