محمد اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۸ مرداد ۸, سهشنبهافغان کارپوهان وایې، امریکا متحده ایالات له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو برخه کې لاهم غوڅه خبره نه کوي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، هیواد یې غواړي په ۲۰۲۰م کال کې له افغانستان د خپلو ځواکونو په راایستلو پیل وکړي. خو افغان حکومت وایې، امریکا به له شرایطو سره سم په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر راکموي.