1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غېږې ايرانی پهلوان، نويد افکاري، ولې اعدام شو؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبه

حتی د متحده آيالاتو ولسمشر غوښتل د هغه د اعدام مخه ونيسي، خو فايده يې ونه کړه. ډېر خلک اوس په دې اند دي چې د افکاري اعتراف هم د زور او فشار له لارې شوی وو.

https://p.dw.com/p/3iOWL
Navid Afkari Iran Demonstrant Todesurteil
انځور: UGC

د ايران د غېږې د سپورټ پهلوان، نويد افکاري، د ايران د دولتي تلويزيون د يوه رپوټ په حواله اعدام شوی دی.‌ د دغه ۲۷ کلن سړي په وړاندې د مرګ حکم د سويلي فارس ولايت په مرکز شيراز کې عملي شو. قضا د هغه په وړاندې د حد اکثر سزا ټاکنه په دې توجيه کړې وه چې نوموړي دې د ۲۰۱۸ کال په يوه مظاهره کې يو امنيتي چارواکی وژلی وي.‌ خو د بشري حقونو ډلو ويلي چې د هغه دغه اعتراف ښايي د شکنجې له لارې تر لاسه شوی وي.

د دغه پهلوان دوه ورونه چې د ده سره يو ځای يې په احتجاجونو کې برخه اخيستې وه، په ډېرو کلونو حبس محکوم شوي دي. د نړيوال پيوستون او خواخوږۍ يوې څپې په دې وروستيو کې دا هيله راټوکولې وه چې د ايران قضا ښايي د مرګ حکم بېرته واخلي. د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د «ستر او محبوب» غېږه نيونکي قضيه هم تېره اوونۍ ياده کړې وه. ترمپ په تويتر کې ليکلي ول چې د هغه يوازنۍ کړنه دا وه چې د سړک په سر يې د ايران د حکومت پر ضد اعتراض کړی وو. د ايران د اسلامي جمهوريت مشرتابه ته په خطاب سره ترمپ زياته کړې وه چې «د دغه ځوان سړي ژوند» دې وژغوري او هغه دې نه اعداموي.

«ايران د شاتګ په حال کې دی»

د آلمان حکومت د بشري حقونو مسئولې، بېربل کوفلر، د ياد حکم له کبله ډېره حيرانتيا څرګنده کړې ده. د هغې په خبره ايران د پر غاړه اخيستل شوو نړيوالو مسئوليتونو په برخه کې د شاتګ په حال کې دی.

په ايران کې خپله او د غېږه نيوونکو په نړيوالو حلقاتو کې هم دغه قضيه د غندنې او انتقادونو سبب ګرځېدلې ده. د آلمان د سپورټ المپيک ټولنې د ډېرو انفرادي ورزشکارانو له انتقادونو سره يو ځای او همغږې شوې او غوښتي يې ول چې «تورن ته د اساسي بشري حقونو پر بنياد د يوې عادلانه محاکمې تضمين» بايد شوی وای. خو د ايران قضا په دې ترڅ‌ کې د مرګ د حکم د جاري کولو له کبله هر ډول نيوکې رد کړې دي. يوه وياند د چهارشنبې په ورځ‌ وويل چې ډېر هغه کسان په دغسې چارو کې لاسوهنه کوي چې دقيق معلومات يې په هکله نه لري.

ي.ي./ن.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (16.01.2020):