ايران هغه افغانان نيولي دي چي د طالبانو بیرغ يې رپولی وو
۱۳۹۹ مرداد ۱۴, سهشنبهله تهران څخه د فرانسې خبري آژانس د سه شنبې ورځې (د اګست ۴مه) رپوټ په حواله، د تهران د پولیسو مشر، حسين رحيمي، د ايسنا (ISNA) خبري آژانس ته وویل چې دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د جمعې په ورځ، يو شمیر کسانو د لوی اختر په مناسبت د تهران په شمال «ملت پارک» کې یوه غونډه جوړه کړې وه.
هغه وویل چې افغانان هر کال دې ته ورته مراسمو کې سره راټوليږي، خو زیاته يې کړه: «له بده مرغه په دغه غونډه کې يو شمیر کسانو د طالبانو د بیرغ په رپولو پيل وکړ.»
د آيسنا خبري آژانس ويلي دي چې د غونډې انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي او ځینې داسې ادعاوې شوي چې په دغو افرادو کې «د طالبانو ډلې تروريستي غړي هم شامل دي.»
دغه پيښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې په افغانستان کې د لوي اختر په مناسبت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ درې ورځنی اوربند رامنځ ته شوی وو، کوم چې د تيرې يکشنبې په ورځ پای ته ورسيد.
د رحيمي په خبره، ترسره شوي تحقيقات ښيي چې له نيول شوو کسانو څخه پنځو تنو يې «د بيرغ په چمتوکولو، د انځورونو او ويډيوګانو په اخیستلو او بيا يې د خصمانه رسنيو په اختيار کې ورکولو کې ښکيل دي.»
د تهران د پولیسو وياند زياتوي چې «پاتې نور کسان يې اکثره غيرقانوني اتباع دي چې اخراج به شي.»
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنرۍ ( UNHCR) په حواله په ايران کې شاوخوا درې نيم ميليونه افغانان ژوند کوي چې په دوې کې ډير شمیر د قانوني اسنادو نه درلودونکي کسان هم شامل دي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز