1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اوکراین: د ژمي څخه څنګه د وسلې په توګه استفاده کیږي؟

۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

روسیه د اوکراین پر ملکي زیربنا باندي خپلي حملې پراخوي. د ژمي په پیلیدو سره په سلونو زره انسانان بې له برق او ګرمیدو له امکاناتو څخه ژوند کوي. د دویچه ویله خبریال د ځینو کسانو سره خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/4KbIO
Ukraine Kinder mit Schneemann in der Ostukraine, Region Charkiv
انځور: DW

همدااوس د کال ډېر ښایسته وخت شروع کیږي. طبعاً که جنګ نه وای، نو د پولینا او ملګرې ته یې دا ډېر ښه وخت ؤ. د بابا نوییل(کریسمس سړی) له پاره ليست تهیه سوی دی او حتی واوري په اوریدو شروع کړې ده. تقریباً نورو ټولو کوچنیانو د خارکوف په شمال ختيځ کي پروت دغه لیري کلی پرې ایښی دی او مکتبونه هم تړل سوي دي. دا د کال لومړۍ واروره ده چي یو خوشاله کوونکی حالت رامنځته کوي.

د هوا له یخيدو څخه بیره

کوچنۍ پولینا وايي، چي«له همدا اوس څخه کولای سو پر سورتمې باندي سپاره سو او په واوري سره وولو». دغي لس کلني همداوس لا د خپلی ملګري سره یوځای د واروي سړی تقریباً جوړ کړی دی. د هوا حالت بیانوي چي د هغوی دغه کوچنی معماري(د واوري سړی) به ژر ویلي نسي. ځکه د راتلونکو ورځو له پاره د سانتي ګراد تر منفي ۱۲ درجو پوري اټکل سوی دی.

خو د سیمي د لویانو له پاره بیا د ژمي راتګ نه یوازي خوشاله کوونکی نه دی، بلکي برعکس د حرارت د درجې په کښته کیدو سره د هغوی تشویش نور هم ډیریږي. هغوی نه پوهیږي چي بې له برق او ګرمیدلو له امکاناتو څخه به ژمی څنګه تیر کړي.

یوه زړه ښځه، ایرینا وايي: «یخ هره شپه ډیریږي. داچي په اینده کي به څه پيښ سي، نه غواړم پر هغه باندي فکر لا وکړم.»

Ukraine Rentnerin in Isjum
انځور: DW

دغه متقاعده ښځه د اوکراین د شرق د یوه کوچني ښار، ایزیوم په څنډه کي د پخواني شوروي اتحاد د وخت په یوه معمولي اپارتمان کي ژوند کوي. دغه شپږ منزله تعمیر څو واره د راکټونو هدف ګرزیدلی دی او تقریباً ټوله همسایه ګان یې تښتیدلي دي.

ایرینا مګر تر اوسه پوري پاته سوې ده او وايي،«چیري باید ولاړ سمه. د تیښتي له پاره حداقل یوه موټر او لږ پس انداز ته ضرورت دی». ځکه نو اکثره زاړه خلګ نسي کولای له دې ځای څخه په اسانۍ سره ولاړ سي. «سربیره پردې که موږ ولاړ سو، په اطمینان سره غله او خرابکاران راځي او هرڅه چوروي».

سیپري: د اوکراین جګړه د وسلو صنعت له پاره ښه خبر نه دی

ایرینا خپلي اخري پیسې د کړکيو د جوړلو له پاره مصرف کړې. ځکه هغه د انفجارونو د فشار په دلیل ماتي سوي وې. سربیره پردې یې هغه په پنډو ټوکرانو او شړیانو باندي بند کړي دي، تر څو د یخ مخنیوی سوی وي. د تیرو میاشتو د راکټونو په فیرونو کي یې د ودانۍ مرکز ګرمیو او بخاریو ته هم تاوان رسیدلی دی.

په مني کي ایرینا ته په اصطلاح خدايي خدمتکاران راغلي وه او یوه برقي بخاری یې ورته راوړې وه. د دې په خاطر دا تر اوسه منندویه ده، خو سربیره پر هغه یې کور یخ دی. برق هم اکثره وختونه قطع کیږي.

Ukraine Zerstörtes Krankenhaus in Isjum
انځور: DW

له څو اونیو راهیسي روسیه د اوکراین د انرژۍ پر سکټور باندي خپلو حملو ته دوام ورکوي او د برق قطع کیدل یو همیشنی مشکل ګرزیدلی دی. دغه متقاعده بیا وايي چي «همدا اوس تازه موږ دوې ورځي برق نه درلود». په خبره یې په دغسی یوه حالت کي یو شی پاتیږي او هغه داچه ځان ټینګ وپيچو. د ګازو د خپلي وروستی ذخیرې څخه استفاده وکړو او تودې چای وچښو.

زاړه خلګ خپل کورونه نه پریږدي

د یخ په ډیریدو سره تر تولو دمخه زاړه کسان، چي خپل کورونه یې ندي پرې ایښي له خطر سره مخامخ دي. حتی که ځیني کسان یې بل ځای خپلوان هم ولري، چي هغوی نسبتاً سالمو ځایونو او یا خارج ته هم بیولای سي، نه غواړي خپل بلد او اشنا ځایونه پریږدي.

د اوکسانا ملنیک مور څو ورځي دمخه د جبهې د هغي بلي خوا په یوه کلي کي اوسیدله، یعني د روسیې له خوا اشغال سوي شرقي اوکراین په برخه کي.

اوکسانا کوښښ کاوه، چي مور یې د دغه کلي څخه وتلو ته راضي کړي. هغې خپلي مور ته د سختو جنګونو او راتلونکي ژمي څخه خبرداری ورکړی ؤ. خو دغه ۷۰ کلنه سربیره پر هغه هلته پاته سوه. اوکسانا وايي: «مور مي فکر کاوه چي دا به په یو ډول نه یو ډول سره ژوندی پاته سي او هرڅه به تیر سي. خو په دې منځ کي ټوله پوهیږي چي دغه حالت ژر تیریدونکی نه دی».

Ukraine Oksana Melnyk
انځور: DW

بلاخره هغې جرأت وکړ او خپل ۴۰ کلن زوړ لاډا موټر یې اماده کړ. دا د خپلي یوې بلي شناخته سره د روسیې تر کنټرول لاندي نړیدلو سړکانو په منځ کي د اوکرایني قواوو تر کنټرول لاندي یوازني کوریدور څخه تیره سوه. کله چي هلته ورسیدله، لور یې ورته قناعت ورکړ چي بلاخره خپل بکس وتړي.

په زپروږیا کي امنیت او د ګرميدلو وسایل

دغه ښځي د تګ پر وخت څو واره په خټو کي بندي سوي او د روسي او اوکراین په لسونو پوستو کي متوقفي سوي وې. د موټر ماشین یې هم خراب سوی ؤ. په اخره کي هغوی وکولای سول، د زپروږیا د بشری کومکونو یوه مرکز ته ځانونه ورسوي، کوم چي د روسي اشغال څخه د راتښتیدونکو خلګو له پاره جوړ سوی دی.

بایدن په شرایطو د پوتین سره خبرو ته حاضر دی

د هغوی له پاره دغه مرکز تر څو ورځو خواریو او مشکلو لارو تر تیریدو وروسته د امن یو ځای ؤ، چي بلاخره ځانونه ګرم کړي. دلته په زپروږیا کي اوکسانا کیسه کوي چي په فکر کي یې لا هم دا نه راګرزیدله، چي روسیه دي د ژمي څخه د خلګو پر ضد هدفمندانه استفاده وکړي. خو دا وايي چي اوس دقیقاً همدا کار تر سره کیږي. دا اسویلی کوي او وايي چي پاک خدای دي هغوی ته(روسي قواوي) هدایت وکړي، چي نور یې بس کړي. هغوی باید پریږدي، چي خلک په امنیت کي تګ راتګ وکولای سي. هغوی باید زموږ وطن پریږدي چي نورخلک په قتل ونه رسیږي».

خو اوس دغه ښځي نه پوهیږي چي څنګه خپلي لاري ته ادامه ورکړي. اول باید هغوی بندري ښار اودیسه ته ولاړي سي. هلته اوکسانا یو اپارتمان لري. خو هلته هم واقعي امنیت نسته.

د نورو ځایونو په ډول اودیسه هم په مسلسل ډول ترهوايي حملو لاندي راځي. خو په مجموع کي دغه د توري بحیرې څنګ ته پروت ښار کي ژمی د اوکراین د ختيځ په ډول ډیر سخت نه دی.