اوکراين سره۸۲۰ مليونو ډالرو تسليحاتي مرستو جزيات خپاره سول
۱۴۰۱ تیر ۱۲, یکشنبهد امریکا متحدو ایالتونو اوکراین ته د ۸۲۰ میلیونه ډالرو اضافي وسلو د ورکولو ژمنه کړې، څو دغه هېواد وکولای شي د روسیې د بریدونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
د امريکا د دفاع وزارت وايي، په دغو مرستو کې دوه د الوتکو ضد سيسټمونه، د همیارس له ډوله د توغندیو څو توپخانه یې سیسټمونه او څلور د توپ ضد رادارونه شامل دي.
اوکراین ته د متحده ایالاتو لخوا لیږل شوي د الوتکې ضد سیسټمونه د امریکایي ریتیون شرکت او د ناروې کانګسبرګ ګروپ لخوا جوړ شوي، چې د لنډ او منځني واټن له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د توغولو وړتیا لري. دا سیسټم د الوتکو، ډرون او کروز توغندیو په وړاندې کارول کیږي.
دا په اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته اوکراین ته د امریکا د مرستو ۱۴مه بسته ده.
په دې توګه او د وروستي ملاتړ کڅوړې په شمول، پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې له کییف سره د واشنګټن د مرستو ټوله اندازه ۶،۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
اولاف شولڅ او له اوکراین د آلمان تسلیحاتي ملاتړ
تر دې مخکې د جون په ۲۸ د اسپانیا په مادرید ښار کې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه وکړه چې هېواد به یې له اوکراین سره نورې ډیرې مرستې هم وکړي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم په دې کتنه کې وویل چې هیواد یې اوکراین ته د نورو پوځي وسلو د استولو په برخه کې د امریکا تر څنګ ولاړ دی: «موږ تل د وسلو د استولو په برخه کې د خپلو نږدې متحدینو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو دریځ تعقیبوو. موږ به دې کار ته ادامه ورکړو»
څو ورځې وړاندې د جرمني د درنو وسلو لومړۍ جوپه د ۷ هاویټزر ټانکونو په بڼه اوکراین ته ورسېده.
د توغندیو ضد ټانکونه، د هوايي دفاع سیسټمونه او ویشتونکي توغندي او ځینې نورې وسلې له اوکراین سره د آلمان ژمنه شوې مرستې دي.
د جي هېوادونو مشرانو د اوکراين د ملاتړ هوډ څرګند کړی
په دې وروستیو کې په اوکراین کې د جګړې له پیل څخه شاوخوا څلور میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره آلمان په خپله ویب پاڼه کې دغه هیواد ته د استول شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو نوملړ خپور کړ.
د جي هېوادونو مشرانو د اوکراين د ملاتړ هوډ څرګند کړی
د جرمني له خوا اوکراین ته د ورکړل شویو وسلو په لیست کې ۳۰۰۰ د ټانک ضد آرپي جي مرمۍ، ۹۰۰ توغندي، ۱۴۹۰۰ د ټانک ضد ماینونه، ۵۰۰ سټینګر د هوايي دفاع توغندي، ۲۷۰۰ لاسي له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي شامل دي.
۱۶ ملیونه لاسي بمونه ، ۵۰ د توغندیو ضد ټانکونه، ټوپکونه او د هغوی پرزې، ۱۰۰ زره لاسي بمونه، ۵,۳۰۰ چاودیدونکي توکي، زره د ۳۵۰ اور وژنې وسایط، د روغتون ۱۳۸ کیمرې، د شپې ۱۳۸ کیمرې او 4 د ډرون ضد الیکترونیکي وسایل.
د.و.ف./ز.ن./ا.ا.