1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي هېوادونو مشرانو د اوکراين د ملاتړ هوډ څرګند کړی

۱۴۰۱ تیر ۷, سه‌شنبه

د جي ۷ ډلې مشران د روسیې د تېلو له پاره د ځانګړي حد پر ټاکلو سلا شوي دي. پر دې هم توافق شوی دی چې د اوکراين د جګړې له کبله د رامنځته کيدونکي د لوږې بحران د مخنيوي له پاره به د ميلياردونو مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4DMze
Deutschland | G7 Gipfel | PK Olaf Scholz
انځور: Leonhard Foeger/REUTERS

د جي ۷ سرمشریزې کوربه، د آلمان لومړي وزير اولاف شولڅ د غونډې په پای کې وويل چې د نړۍ اوه مخکښ هېوادونه له اوکراين سره د مرستې په موخه اوږه پر اوږه ولاړ دي او دا چې د جي ۷ هېوادونه به د دې زمينه برابره کړي چې روسیې ته دا جګړه ډېره ګرانه تمامه شي.

شولڅ زياته کړه چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين «بايد دا جګړه ونه ګټي.» هغه وويل: «موږ به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو او د دې جګړې اقتصادي او سياسي قيمت به ډېر لوړ کړو.»

شولڅ د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه: «موږ غواړو چې اوکراين د راتلونکې د ډيموکراسۍ په توګه وکولی شي له خپل حاکميت او خپلواکۍ څخه د دفاع جوګه واوسي.» هغه زياته کړه: «موږ له دغه هېواد سره د دفاع په برخه کې مرسته کوو او د راتلونکي له پاره ورته د يوه ليدلوري وړاندیز کوو.»

د آلمان صدراعظم همدا راز زياته کړه: «بله دنده دا ده چې دغه جګړه يوه پايه ومومي او روسیه خپل ځواکونو [له اوکراين څخه] وباسي.»

د جي ۷ مشرانو د بايرن په الپ کې خپله غونډه په دې تعهداتو سره راټول کړه چې پر روسیې به فشار ډېر کړي او د خوراک د ليږد د پروسو د دريدو له کبله د خوراک بحران چې د راټوکيدو په حال کې دی، مخه به ونيوله شي. 

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون چې تر شولڅ وروسته یې وينا وکړه، وويل چې روسيه د اوکراين جګړه «نه ګټلی شي او نه یې هم بايد وګټي.»

هغه وويل «همدا اوس دا روښانه ده چې د اوکراين پر خاوره د روسیې حمله يوه موخه لري او هغه د اوکراين تسلميدل دي.» نوموړي همدا راز وويل چې جي ۷ ډله به له اوکراين څخه تر «هغې ملاتړ وکړي چې اړتيا یې وي او دا ملاتړ به هومره شديد وي څومره چې اړتيا وه.»

تمه کيږي چې د اوکراين جګړه به په مادريد کې د ناټو د غونډې اصلي موضوع هم وي، چې د جي ۷ مشران ورته له آلمان څخه سفر کوي.

د روسیې د تېلو بیې د حد د ټاکلو پلان

امريکايي چارواکو چې د جي ۷ د غونډې د پای د اعلامیو تر خپریدو د مخه یې له خبريالانو سره د هويت د نه بربنډولو په شرط خبرې کولی، ويلي چې  جي ۷ هېوادونه سره سلا شوي چې په مسکو کې د حکومت د تېلو د منافع د ټيټولو په موخه د روسیې د تیلو له پاره د بیې د ټيټ حد د ټاکلو ميکانیزم رامنځته کړي.

يوه جګپوړي امريکايي چارواکي ويلي چې د جي ۷ مشران به اړونده وزارتونو ته دنده وسپاري څو «په دې برخه کې له درېمو هېوادونو او شخصي سيکتور سره په تماس نيولو ژر تر ژره د تېلو د بیې د حد ټاکلو له پاره لاس په کار شي.»

Deutschland I G7-Gipfel auf Schloss Elmau in Garmisch-Partenkirchen
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د رويترز خبري آژانس په حواله په دې طرحه کې به د روسیې د تيلو له پاره د مالی خدماتو، بيمې او حمل نقل په برخه کې د نرخ محدوديت شامل وي څو هغه کسان چې له دې خدماتو څخه ګټه پورته کوي، مجبور شي د تېلو له پاره ټاکل شوې ټيټې بيه ادا کړي.

جي ۷ هېوادونه د لوږې د بحران د مخنيوي پلان لري

په داسې حال کې چې د اوکراين جګړه په ټوله نړۍ د غلو دانو صادراتو د درېدو باعث شوې ده او د لوږې د بحران ګواښ متوجې دی، نوشولڅ د سه شنبې په ورځ وويل چې د جي ۷ مشرانو په ټوله نړۍ کې د خوراک د تضمين پياوړي کولو له پاره د ۴،۵ ميليارده يورو د ورکړې ژمنه کړې ده.

د اوکراين د بندرونو د تړل کيدو له کبله غنم، د لمرپرست خوړ او نورې غلې نړيوالو بازارونو ته لاره نه پيدا کوي او په دې ټوګه په هر ځای کې د بيو د لوړيدو باعث کيږي. کارپوهانو او د مرستندويه ډلو خبرداری ورکړی دی چې د خوراکي توکو د کمښت له کبله د افریقا ځينې برخې ډېر ژر د قحطۍ ښکار کيدلی شي.

يوه امريکايي چارواکي وويل چې په دې پلان کې دا هم شامل دي چې د ۴۷ څخه په ډېرو هېوادونو کې به د مستقيمو بشري مرستو له لارې د ژوند ژغورنې د هلو ځلو څخه ملاتړ وشي او همدا راز په ټوله نړۍ کې د خوړو سيسټمونو انعطاف پدیزې او توليد ته وده ورکول هم پکې شامل دي «په ځانګړي توګه تر ګواښ لاندې سيمو کې.»

صدراعظم شولڅ وويل چې آلمان به اړمنو هېوادونه ته د خوړو په ورکړه کې «ځانګړې ونډه» ولري.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون په اوکراين کې د فصلونو د وضعيت په اړه وويل: «راتلونکې څو اونۍ به ډېرې مهمې وي.»

د آلمان صدراعظم همدا شان په اصطلاح د اقليم د يوه کلب پر رامنځته کولو هم ټينګار وکړ چې هغه هېوادونه به پکې له تعرفو خلاص وي چې د اقليم پر ډېرو لوړو هدفونو یې هوکړه کړي وي.

شولڅ په خپلو خبرو کې وويل: «موږ د اقليم د خپلو هدفونو د پوره کولو له پاره لا ډېرې لوړې حوصلې او ژمنتيا ته اړتيا لرو.»

ب. ص/ ن . ز (Reuters,dpa, AFP, AP)