1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين له آلمان او ناټو څخه پوځي مرسته غوښتې

۱۳۹۷ آذر ۸, پنجشنبه

له روسیې سره د کړکیچ کمولو پر ځای د اوکراین ولسمشر پورو شینکو تقابل ته مخه کړې ده. هغه په هدفمنه توګه له آلمان او ناټو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. اروپایي اتحادیه د وضعیت په هکله انديښمنه ده.

https://p.dw.com/p/396Q9
Ukraine Besuch Angela Merkel bei Petro Poroschenko
انځور: Reuters/Handout Ukrainian Presidential Press Service/M. Palinchak

د اوکراین ولسمشر پېترو پورو شینکو له روسیې سره د کړکیچ په ترڅ کې له آلمان او ناټو څخه د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې ده. پوروشینکو د «بېلد» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي دي: «آلمان زموږ د ډیرو نزدې متحدینو څخه دی او موږ هیله من یو چې په ناټو سازمان کې هیوادونه دې ته چتمو وي چې آزوف سمندرګي ته خپلې کښتۍ ولیږدوي، څو د اوکراین تر څنګ ودریږي او امنیت تأمین کړي.»

په دغه شخړه کې پورو شینکو په ځانګړي ډول د آلمان له صدراعظمې انګلا ميرکل څخه د مرستې هیله څرګنده کړه: «صدراعظمه ميرکل د اوکراین زیاته دوسته ده. په ۲۰۱۵م کال په مېنسک کې هغې د مذاکراتو په ترڅ کې یو ځل زموږ هیواد وژغوره، موږ د دې هیله لرو چې هغه زموږ له نورو متحدینو سره په ګډه یو ځل بیا زموږ ملاتړ وکړي.»

ميرکل لا تر مخه د دغه کړکیچ په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر پوروشینکو او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تلیفوني خبرې اترې کړي دي. خو تر کوم ځایه چې د پوځي مرستو اړتیا ده، نو د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ دمخه څو واري دا خبره روښانه کړې ده چې اوسمهال له کیف سره د همکاریو په چار چوکاټ کې پوځي ملاتړ نه راخي.

«پر روسیې دي نور بندیزونه ولګول شي»

له بېلد، ورځپاڼې سره په مرکه کې پوروشینکو د روسیې پر ولسمشر تور ولګاوه، چې غواړي بیرته د روسیې پخوانۍ امپراتوري رامنځ ته شي او له دې کبله غواړي «ټول اوکراین» ته لاس واچوي. پوروشینکو «د نه باور وړ روسي تیري» څخه یادونه وکړه او له لوېديځو هيوادونو څخه يې وغوښتل چې پر مسکو باندي نور بندیزونه ولگوي. خو آلمان نه غواړي اوسمهال د نورو جزایي اقداماتو په هکله پریکړه وکړي.

Konflikt zwischen Russland und der Ukraine
د اوکراین له درو نیول شوو سمندري کښتیو څخه یوه کښتۍ چې زیان ورته اوښتی دیانځور: picture-alliance/dpa/AP

په کریمیا کې د روسیې له لوري د اوکراین نیول شوو سمندري ځواکونو په پام کې نیولو سره پوروشینکو غوښتنه وکړه چې «پوتین باید په سملاسي توګه زموږ عسکر راپریږدي او په عین وخت کې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ له پاره سمندري لاره پرانیزي.»

خو پوتین بیا له خپل اړخه پر کیف باندې په هدفمنه توګه د لمسون تور پورې کوي. د هغه په خبره پوروشینکو دا کار د دې له پاره کوي چې په مارچ میاشت کې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ځان ته شهرت وبخښي.

د روسیې او اوکراین تر منځ کړکیچ د یکشنبې په ورځ د کریمیا ټاپو ته څیرمه د کرچ په تنګي کې پیل شو. د روسيي ساحلي ګارد د اوکراین درو کښیتو ته د تیریدو اجازه ور نه کړه او تر هغې وروسته د اوکراین پر درو سره کښیتو ډزو وشوې او ونیول شوې. د اوکراین په کښتیو کې څو کسان ټپیان شول او په ټوله کې د کښیتو ۲۴ تنه عمله ونیول شوه. اوس هغوی په توقیف کې دي.

اوکراین په سرحدي او ساحلي سیمو کې د ۳۰ ورځو له پاره پوځي قانون یا مقررات نافذ کړل. په عین وخت کې روسیې اعلان وکړ چې په کریمیا ټاپو کې به یي ځواکونه د دافع هوا سیستم پیاوړي کړي. کریمیا په ۲۰۱۴م کال کې د روسيې الحاق شوه.

د اروپایي اتحاديي هیوادونه ناکرار دي

اروپایي اتحادیه د روسیې او اوکراین تر منځ د وروستیو تحولاتو له کبله ډیره اندیښمنه ده. د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسوولي د اتحادیې د غړو هیوادونو په استازیتوب ویلي دي چې په ترینګلتیا کې په «خطرناکه توګه زیاتوالی» لیدل کیږي.

د نوموړې په خبره د روسیې له لوري زور زیاتی او کرچ تنګي شا او خوا سیمي پوځي کول د منلو وړ نه دي. زیاته شوې ده چې روسیه باید کریمیا ټاپو ته څیرمه تنګي کې کښتیو ته د تګ اجازه ورکړي او پر دې سربیره نیول شوي کښتۍ او عمله باید په سملاسي توګه آزاد کړل شي.