1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انگلا ميرکل بيا د يوې رسمي ليدنې پر وخت ولړزيده

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل په برلين کې د يوې رسمي ليدنې پر وخت يو وار بيا لړزيدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د مخکنۍ دغه ډول پېښې علت گرمي او په بدن کې د اوبو کمښت بلل شوی وو. په آلمان کې دمگړۍ هوا ډېره گرمه ده.

https://p.dw.com/p/3LAOJ
Bundespräsident Steinmeier überreicht Entlassungsurkunde
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان صدراعظمه د پنجشنبې په ورځ په برلين کې د يوه محفل په ترڅ کې يو وار بيا ناآرامه ښکاريده او په دې وروستيو کې دا دويم ځل دی چې د نوموړې بدن زيږدي.

دا پېښه د آلمان د عدلیې له دندې د گوښه شوې وزيرې کاتارينا بارلی، د مخه ښه په محفل کې رامنځته شوه. په ويديو کې ليدل کيږي چې ميرکل چې د ولسشمر فرانک والتر شتاینمر، ترڅنگ ولاړه ده، بدن یې لړزيږي.

 هغې ته يو وار د يو گلاس اوبو د څکلو وړاندیز هم کيږي خو نوموړی اوبه نه څکي. خو ويل شوي کله چې هغه نيم ساعت وروسته د آلمان په پارلمان کې راڅرگنده شوه نو روغه رمټه ښکاريده.

د ميرکل وياند خبريالانو ته وويل چې هغه به د آلمان د عدلیې د پخوانې وزیرې د خدای په امانۍ او نوې وزېرې د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي او بيا به د شنبې او يکشنبې پر ورځو د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د گډون له پاره جاپان ته روانه شي. وياند زياته کړې: «هر څه د پلان سره سم ترسره کيږي. صدراعظمه ښه ده.»

د تېر سه شنبې په ورځ برلين ته د اوکراين د ولسمشر د سفر پر وخت د میرکل ټول بدن په داسې حال کې چې د نوموړي ترڅنگ ولاړه، ريږيديده چې دې د هغې د روغتيا په اړه یې انديښنې را وپارولې. هغې بيا وروسته وويل چې د اوبو تر څکلو وورسته یې وضيعت ښه شو.

آلمان نن سبا د گرمۍ د يوې سختې څپې سره لاس او گريوان دی او په ټول هېواد کې د تودوخې درجه ډېره لوړه ده. خو په برلين کې تیره شپه بيا هوا يو څه يخه شوې وه.

ميرکل به د پنجشنبې په ورځ تر هغه د مخه چې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کميسیون د راتلونکې مشر په اړه په لانجمنو بحثونو کې برخه واخلي، د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د گډون له پاره جاپان ته روانه شي.

bs/sm (AP, Reuters, dpa)