1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو لخوا د ښځو کار د منع کیدو په اړه د امنیت شورا بحث

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

ځينو دیپلوماتانو ويلي دي چې راتلونکې اونۍ به د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خصوصې جلسه کې د طالبانو د هغه تصمیم په اړه چې په بشري او مرستندویه ادارو کې يې د ښځو کار منع کړی، په اړه بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/4LlYc
Sicherheitsrat der Vereinten Nationen
Sicherheitsrat der Vereinten Nationen
انځور: John Minchillo/AP/picture alliance

ځينو دیپلوماتانو ويلي دي چې راتلونکې اونۍ به د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خصوصې جلسه کې د طالبانو د هغه تصمیم په اړه چې په بشري او مرستندویه ادارو کې يې د ښځو کار منع کړی، په اړه بحث وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي په یوه ټویټ کې ویلې دي چې دغه غونډه به د تړلو دروازو ترشا د متحده عربي اماراتو او جاپان په غوښتنه د جنوري میاشتې پر ۱۳مه نیټه ترسره سې.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربې اماراتو دایمي استازې لانا نصیبي د طالبانو د هغه پرېکړي  په اړه چې په بهرنیو موسیساتو کې يې د ښځو پر کارکولو بندیز لګولی دی، په یوه اعلامیه کې ویلې دي: «دا چي د افغانستان شاوخوا دوه پر دریمه برخه خلک بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او همدا اوس شپږ میلیونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، دا پرېکړه به په هېواد کې د بشري مرستو د هڅو په وړاندې خنډ سي.»

هغې پخپل دغه بیان کې ویلې دي چې د طالبانو دا پرېکړه به په هیواد کې ښځې ماشومان او د بشري مرستو اړمن کسان لا نور وځپي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربې اماراتو دغې استازي ټینګار کړی او ویلې یې دي: «د طالبانو له لوري له لومړنیو او لوړو زده‌کړو د نجونو او ښځېنو بې برخې کول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۱۵ ګڼه پرېکړه لیک ترپښو لاندي کوي او دا کار د افغانستان بشري وضعیت لا نور هم پسې خرابوي.»

طالبانو د تېر۲۰۲۲م کال د ډیسمبر مياشتي پر ۲۴مه په هیواد کې په نادولتي کورنيو او نړیوالو مؤسساتو کې پرښځینه کارکوونکو د کار بندیز ولګاوه.

تر دې مخکې دغې ډلې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز وضعه کړ.

تر شپږم ټولګيو پورته ټولګيو ته د نجونې تګ د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې منع شوی.

د افغانستان مرکز کابل کې ښوونځۍ
د افغانستان مرکز کابل کې ښوونځۍانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

ویل کیږی چې د ملګرو ملتونو د بشری چارو مشر مارټین ګریفیټس به په راروانو اونیو کې افغانستان ته سفر وکړي او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره به وګوري.

اوس په افغانستان کې څلورو لویو مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه درولي دي. هغوی ويلي چې له ښځینه کارکوونکو پرته خپل ماموریت په سمه توګه هلته نسي ترسره کولای.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې اوس ۹۷ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او د دې هیواد درې پر څلورمه برخه خلک د ژوندي پاتې کیدو له پاره بشري مرستو ته اړتیا لري او په افغانستان کې  ۲۰ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخامخ دي.