1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

امریکايي ځواکونو په سوريې کې پر داعش پراخ بریدونه کړي

۱۴۰۴ دی ۲۱, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو پوځ ویلي چې د امریکا او متحدینو ځواکونو یې د شنبې په ورځ په سوریه کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې پر ضد پراخ هوايي بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/56dnQ
د سوریې له حلب سیمې څخه د اس ډي اف ځواکونه د وتلو په حال کې لیدل کیږي.
ارشیف انځور: سوریه کې له پېښې وروسته وضعیتانځور: Khalil Ashawi/REUTERS

 د دوی په خبره چې یاد بریدونه د تېرې میاشتې د هغې حملې په ځواب کې شوي چې پکې درې امریکایي سرتیري وژل شوي وو.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام چې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو مشري کوي، د اېکس پاڼې په یوه پیغام کې ویلي چې ګڼو بریدونو«په ټوله سوریه کې د داعش هدفونه» په نښه کړل.

 سېنټکام په دغه پیغام کې دا نه دي ویلي چې بریدونه د سوریې په کومو سیمو کې شوي دي.

پر اېکس پاڼې له دې پیغام سره یوځای یوه مبهمه ویډیو خپره شوې چې په لیرې پرتو سیمو کې د هوایي برید بېلابېلې چاودنې ښیي.

سېنټکام ویلي چې دا بریدونه د "هاک ای سټرايک" عملیاتو برخه دي. دا عملیات د سوريې په مرکزي برخه پالميرا کې د داعش د وروستي برید په غبرګون کې پیل شوي چې پکې امریکایي او سوریایي ځواکونه په نښه شوي وو.

د اردن هوايي ځواک هم د دې عملیاتو په چوکاټ کې د داعش پر ضد هدفمند هوايي بریدونه کړي دي. د اردن پوځ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دوی «د سوریې په بېلابېلو برخو کې د داعش ډلې پټنځایونه په نښه کړي دي.»

 

سوريه

د تیر میلادي کال د ډسمبر میاشتې په ۱۳ نېټه، د سوريې په مرکزي برخه پالميرا کې د داعش یو وسلوال کس دوه امریکایي پوځيان او يو امریکايي ژباړن ووژل.

د داعش پر ضد د سېنټکام له عملیاتو وروسته د امریکا د دفاع وزير پېټ هېګسېټ پر اېکس پاڼه ليکلي چې «موږ به هېڅکله هېر نه کړو او هېڅکله به شاته نه شو.»

تېره میاشت هم امریکا متحده ایالاتو او اردن د پالمیرا د برید په غبرګون کې یو لړ هوايي بریدونه کړي وو. سېنټکام هغه مهال ویلي وو چې «له ۷۰ څخه ډېر هدفونه» یې په نښه کړي دي.

داعش

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ له یادو بریدونو وروسته ویلي وو چې په دغه بریدونو کې لږ تر لږه د داعش پنځه غړي وژل شوي وو خو د تازه بریدونو په پایله کې یې د مرګ ژوبلې هېڅ جزییات نه دي خپاره کړي.

 

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1