امریکايي سرتیری وژل شوی؛ د هلیکوپتر لویدو افغان سرتیري وژلي
۱۳۹۷ آذر ۳, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۲۴ نیټه) د امریکا د پوځ له لوري په یوه لنډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو غړی وژل شوی دی. په اعلامیه کې د وژل شوي امریکايي سرتیري د هویت، د وژل کیدو د پیښې د څرنګوالي، ځای او وخت په هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د یوه بل خبر په اساس د شنبې په ورځ په جنوبي کندهار ولایت کې د پوځ یوې چورلکې د تخنیکي ستونزې له کبله بیړنۍ ناسته کړې. د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جواد رسنیو ته ویلي چې تر بیړنۍ ناستې وروسته یادې چورلکې اور اخیستی. د ملي دفاع وزارت د ویاند په خبره په دې پیښه کې دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي. طالبانو بیا د دغې چورلکې د نسکورولو او ویشتلو ادعا کړې ده.
په ۲۰۱۴م کال کې امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل جګړه ایز ماموریت پای ته ورساوه. اوسمهال د امریکا متحده ایالاتو شاوخوا ۱۵ زره سرتیري د افغانستان په مختلفو برخو کې د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنيتي ځواکونو ته سلا مشورې او روزنه ورکوي. سربیره پر دې امریکايي ځواکونه په ځینو مواردو کې د ترهګرۍ ضد په عملیاتو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره ګډ پوځي عملیات هم اجرأ کوي.
زموږ له آرشیف څخه: