امریکا: په غزني کې رالوېدلې الوتکه نه ده ویشتل شوې
۱۳۹۸ بهمن ۸, سهشنبهامریکایي پوځ د دوشنبې په شپه په غزني ولایت کې د خپلو هوایي ځواکونو د E-11A ډوله الوتکې رالوېدل تائید کړل، خو د طالبانو هغه ادعا یي رده کړه چې ویلي يي ول چې الوتکه د دوی له خوا تر ویشتل کیدو وروسته رالوېدلې ده.
افغان چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د الوتکې د پاتې شوو د بررسۍ له پاره يې اړوند مسئولین سیمې ته استولي دي. د دغې غرنيزي سیمې یوه برخه د طالبانو تر کنترول لاندې ده.
د امریکایي پوځ یوه ویاند سرهنګ سانې لګت، ویلي دي: «د دغې الوتکې د رالوېدو علت تر ارزونې لاندې دی او د توغندي د لګیدو له امله د هغې د رالوېدو په باب هیڅ نښې نښانې نه شته نه.»
له دغې جنګي الوتکې څخه چې د بم غورځونکو الوتکو د یوه شرکت له خوا جوړه شوې ده، له لیري واټن څخه د اړیکو ټینګولو د ظرفیت د لوړولو له پاره ترې استفاده کیږي.
د طالبانو ویاند د دغې الوتکې د ویشتلو د ادعا ترڅنګ اعلان کړی وو چې په الوتکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي. خو د امریکا پوځ په دغه الوتکه کې د سپرو کسانو او د وژل شویو د احتمالي شمیر په اړه څه نه دي ويلي.
تر پښې لږ وروسته په رسنیو کې رپوټونه خپاره شول چې د آریانا شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه په غزني کې رالوېدلې ده، خو نوموړي شرکت بې له ځنډه د دغه شرکت د کومې الوتکې د رالیدلو خبر رد کړ.
دغه جنګي الوتکه په داسي وخت کې رالوېدلې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د روانې ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو له پاره مذاکرات روان دي او ویل کیږي چې یوې هوګړې ته ډیر سره نږدې شوي دي.
دویچه ویله/ ش.ن/ن.ز