1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په افغانستان کې له داعش سره جګړه سختوي

۱۳۹۷ خرداد ۱۸, جمعه

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې به د داعش پرضد جګړه سخته کړي. د چهارشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر تر پنځمي پورې د طالبانو پر وړاندي اوربند اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/2z8um
US Fallschirmjäger Afghanistan Paktika Abzug Truppen
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Army Pfc. Andrya Hill

جنرال جان نيکلسن ویلي دي چې د طالبانو پر وړاندي د افغان حکومت بې شرط او قیده د بریدونو درول، په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته دا فرصت برابروي چې د افغانستان په ختیځ کې په داعش پوري تړلو افراطیانو باندي خپل بریدونه ډیر کړي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې جنرال نيکلسن دغه څرګندونې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډي په څنډه کې خبریالانو ته وکړې.

نيکلسن په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندي جګړې په هکله د معلوماتو وړاندي کولو له پاره د بروکسل غونډي ته ورغلی دی. نيکلسن دا هم وویل چې د دې وړاندوینه نه شي کولی چې طالبان به د ولسمشر اشرف غني د اوربند له اعلان سره یو ځای شي که نه.

د نيکلسن په خبره د افغانستان د ولسمشر د اوربند اعلان د ترهګرۍ پر ضد د امریکایي ځواکونو په جګړې پوري اړه نه لري، چې د افغانستان په ختیځ کې یې د داعش پر ضد کوي. د هغه په خبره په ننګرهار کې جګړه تر مخه لا تیزه شوې او اوس به نور هم زور واخلي.