1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا غواړي چې غني د لوړې مراسم وځنډوي»

۱۳۹۸ اسفند ۶, سه‌شنبه

رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې امریکا متحده ایالات غواړي، ولسمشر اشرف غني د دوهمې دورې د لوړې مراسم وځنډوي. اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د لوړې مراسمو د ترسره کولو له پاره یو کمیسیون ګمارلی وو.

https://p.dw.com/p/3YMlX
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

رویټرز خبري آژانس د دو سرچینو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې امریکا متحده ایالات انديښمن دي چې د ټاکنو لانجې ښایي د سولې هڅې په خطر کې واچوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون محمد اشرف غني د سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه د تر سره شوو ولسمشریزو ټاکنو په وروستیو پایلو کې ګټونکی اعلان کړ او تر دې وروسته هغه د پنجشنبې د ورځې له پاره د لوړې د مراسمو د ترسره کولو له پاره یو کمیسیون وګماره.

د هغه سیال ډاکټر عبدالله عبدالله، د ټاکنو پایله رد کړه او خپل ځان یې د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. د افغان رسنیو د رپوټونو له مخې هغه هم همهاله د لوړې د مراسمو د ترسره کولو پلان لري.

دغه سیاسي ترینګلتیا په داسې یوه وخت کې رامنځ ته شوې چې امریکا متحده ایالات او طالبان د یوه احتمالي تړون د لاسلیکیدو په درشل کې دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره اوونۍ ویلي ول چې که د تاوتريخوالي د کمولو اقدام تر سره شي، نو له طالبانو سره د تړون لاسليکول ښايي «پرمختګ وکړي.» دغه موده د فبرورۍ له ۲۲مې پېل شوې او تر ۲۸مې به دوام وکړي.

د غني او عبدالله ترمنځ ترینګلتیا ښايي له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره د یوه هیئت ټاکل هم سخت کړي، چې په پام کې ده دغه مذاکرات د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تړون تر لاسلیکیدو وروسته پېل شي.

یوې سرچینې چې له دغو خبرو خبر دی، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو انديښنو له کبله د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له تیرې اوونۍ راهیسې په کابل کې دی له غني غواړي چې د لوړې له پاره پلان شوي مراسم وځنډوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼې په دې تړاو کوم نظر نه دی څرګند کړی. په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم په دې تړاو له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

یوه بل پخواني جګپوړي افغان چارواکې یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې خلیلزاد پر غني باندې د لوړې د مراسمو د ځنډولو له پاره تاکید کوي او په عین وخت کې هڅه کوي چې عبدالله هم دې ته قانع کړي، څو د سولې پروسې ته کوم زیان و نه رسیږي.

دغو دواړو سرچیني د موضوع د حساسوالي له کبله نه غواړي چې نومونه یې خپاره شي.

دغه پخواني جګپوړي افغان چارواکي زیاته کړې ده چې که چیرې له طالبانو سره د مذاکراتو له پاره یو هم شموله پلاوي هم وټاکل شي، نو د غني او عبدالله ترمنځ ناندرۍ کولای شي د سولې پروسه زیانمنه کړي.

داسې بریښي چې د متحده ایالاتو متحدین هم اندیښمن دي چې اختلاف ښایي د سولې پروسه زیانمنه کړي. په کابل کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کای د د دوشنبې په ورځ له ټولو سیاسي مشرانو څخه د زغم، ډیالوګ او جوړجاړي غوښتنه وکړه.

هغه د ټویټر په یوه پیغام کې غوښتنه وکړه چې «د سولې پروسې او ملي یووالي ته دي لومړیتوب ورکړل شي. ناټو د هر لوري د اقداماتو له لوري چې ترینګلتیا لا زیاته کړي او د تاوتریخوالي خطر زیات کړي، ملاتړ نه کوي.»

په افغانستان کې د امریکا پرته د ناټو شا او خوا ۴۰۰۰ سرتیري مستقر دي.