امریکا غواړي په افغانستان کې د ځواکونو شمیر راکم کړي
۱۳۹۸ مرداد ۸, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر دونالد ترمپ ورته لارښونه کړې ده چې په ۲۰۲۰م کال کې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکي په افغانستان کې د ځواکونو شمیر راکم کړي.
په واشګنټن کې د یوې غونډې په ترڅ کې پمپیو وویل چې د ځواکونو د شمیر راکمول د ولسمشر له لوري یو «څرګنده» سپارښتنه ده. خو هغه په دې هکله کومه مشخصه نېټه او شمیر په ګوته نه کړ.
پمپیو وویل چې د ځواکونو په شمیر کې کمښت په افغانستان کې د مېشتو نورو بهرنیو ځواکونو په هکله هم صدق کوي. پمپیو په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: «موږ هیله من یوو چې په ټوله کې په سیمه کې د جنګي ځواکونو اړتیا راکمه شي.»
متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت په رسمي ډول د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې ختم کړ، خو پر دې سربیره یې ۱۴۰۰۰ عسکر په افغانستان کې پاتې شول څو د افغان امنیتي ځواکونو هوایي ملاتړ او روزنې په برخه کې مرسته وکړي.
متحده ایالات له طالبانو سره په افغانستان کې له ۱۸ کلونو راهيسي رواني جګړې د ختمولو پر سر مذاکرات کوي. طالبانو ویلي دي چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې اترې له دغه هیواده د بهرنیو ځواکونو په بشپړ ډول وتلو سره تړلي دي.
له طالبانو سره د مذاکراتو دوام
پمپیو په داسې یوه وخت کې دغه څرګندونې کړي دي چې متحده ایالات له طالبانو سره د مذاکراتو بل دور ته چمتووالی نیسي. امریکایي چارواکو د یوه مهال ویش له اعلانونو ډډه کړې ده چې په خبره یې د ځواکونو د راایستلو پلان افشا کول ښایي د واشنګټن د مذاکراتو دریځ کمزوری کړي او طالبان به داسې انګیري چې متحده ایالات د مذاکراتو د پایلو پرته، خپل ځواکونه وباسي.
د ترمپ ادارې د ۲۰۱۷م کال په اګست میاشت کې د سویلي آسیا له پاره خپله پالیسي وړاندې کړه چې د یوې نامعلومې مودې له پاره پکې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه شوې وه او طالبانو باندې فشار راوړل شوی وو چې له افغان حکومت سره د سولې یو تړون وکړي. خو طالبانو د سولې پر مذاکراتو سربیره خپلو بریدونو ته زور ورکړ.
د دوشنبې په ورځ دوه امریکایي ځواکونه په افغانستان کې ووژل شول چې په دې سره په روان میلادي کال کې د ټولو وژل شوو امریکایي ځواکونو شمیر۱۱ تنو ته ورسید.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ورځ ویلي وو چې پمپیو او اشرف غني توافق کړی وو چې د جګړې د ختمولو له پاره «هڅې ګړندي کړي.» پمپیو همداشان د شرایطو په پام کې نیولو سره د ځواکونو د کمیدو ژمنه کړې وه.
څو ورځي مخکي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د ملاقات په ترڅ کې د دونالد ترمپ څرګندونې هغه مهال جنجالي شوې چې ویې ویل که يې غوښتي وای، د افغانستان جګړه یې په لسو ورځو کې ګټلی شوای او «افغانستان به د ځمکې له مخې محوه شوی وای.»
ارګ د ترمپ د څرګندونو په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې وه.
په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د جګړې له پيلیدو راهیسې ۲۴۰۰ امریکایي عسکر وژل شوي دي او متحده ایالاتو تر ۹۰۰ میلیاردو زیات ډالر پر پوځي عملیاتو او د زیربناوو په جوړولو لګولي دي.
wmr/aw sr/nz (Reuters, dpa, AP)