امریکا د پکتیکا د بریدونو په اړه څیړنه کوي
۱۳۹۵ فروردین ۲۶, پنجشنبهامریکا په افغانستان کې په منظم ډول د «ترهګرۍ پر ضد» هوایي بریدونه کوي. ډیر وخت دغه بریدونه د افغانستان او پاکستان پولې ته نزدې ترسره کیږي.
ډګر جنرال جارلس کلیفلند، د فرانسې خبري آژانس ته په استول شوې بیانیه کې ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د اپریل میاشتې په شپږمه نیټه په پکتیکا ولایت کې دوه د ترهګري ضد هوايي عملیات ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړې ده: «تر اوسه پورې په پیښه کې د ملکي تلفاتو په اړه شواهد په لاس کې نه شته خو موږ بیا د دغو بریدونو په اړه هر اړخیزه څیړنه کوو.»
د ګومال ولسوالۍ، چې دغه بریدونه په کې ترسره شوي دي، یوه قومي مشر حاجي حسین خان، ویلي دی چې په دې سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو درې بریدونه ترسره شوي دي چې په ترڅ کې یې ۱۷ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي: «زه دا خبره تاییدوم چې وژل شوي کسان ملکيان وو چې له ځان څخه یې د دفاع په موخه وسلې لیږدولي ځکه چې په دې سیمه کې دولت کنترول نه لري.»
د سیمې ولسوال هم ویلي دی چې وژل شوي کسان ټول ملکیان وو چې د ځمکې پر سر له یوې دعوا څخه د ستنیدو په حال کې وو: «۱۷ واړه قربانیان ملکي وګړي وو. د هغوی په ډله کې ځوانان او قومي مشران وو.»
خو یوه افغان چارواکي چې د نوم د نه بربنډولو په شرط یې خبرې کړې دي، ویلي چې وژل شوي کسان ټول یاغیان او د القاعدې ډلې غړي وو. د پکتیکا والي هم وژل شوي کسان وسلوال یاغیان بللي دي.