امریکا د طالبانو بریدونه غندلي دي
۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه بریدونو غندلي دي. د مایک پمپیو له قوله لیکل شوي دي، چې دغه بریدونه «د افغانستان د خلکو او نهادونو پر وړاندې ښکاره بې اعتنایي ده.»
د پمپیو په خبره د افغانانو تر منځ بیا پخلاینې ته د رسیدو له پاره طالبان د تاوتریخوالي او ویجاړیو د تر سره کولو پر ځای باید سولې ته خپله ژمنتیا وښيې.
د سه شنبې په ورځ د طالبانو په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل شوي. یو برید په چاریکار کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین ته څیرمه ځانمرګی وشو چې په پایله کې یې ۲۶ کسان ووژل شول. ولسمشر غني پخپله هم په دغه غونډه کې موجود وو، خو د ځایي چارواکو په وینا هغه ته کوم زیان نه دی رسیدی.
تر دغه برید شا او خوا دوه ساعته وروسته په کابل کې د یوې چاودنې په پایله کې ۲۲ کسان ووژل شول.
طالبانو د سپتمبر په ۲۸مه نیټه د پلان شوو ولسمشریزو ټاکنو د تحریمولو او ګډوډولو ګواښ کړی دی. طالبانو څه موده وړاندې له خلکو غوښتي وو چې له انتخاباتي کمپاینونو واټن ونیسي، څو د بریدونو هدف و نه ګرځي.
د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره وروسته له هغې اوږده مذاکرات ودرول چې په کابل کې د دغې ډلې په یوه برید کې د یوه امریکايي په گډون ۱۲ تنه ووژل شول.
له طالبانو سره خبرې اترې چې له افغانستان یې د امریکايي ځواکونو د راوتلو او په دغه هیواد کې سولې ته زمینه برابروله، ترمپ «مړې» بللې وې.
د دغو خبرو اترو تر دریدو وروسته او په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی.