1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له الوتکو د افغانانو په لويدو کې پېلوټان ملامت نه ګڼي

۱۴۰۱ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

د امريکا هوايي ځواک دې نتيجې ته رسېدلی دی چې له افغانستان څخه یې د تخلیې د پروسې پر وخت د الوتکو عملې مناسب چلن کړی دی او پېلوټان یې له الوتکو د لوېدو په پېښو کې د وژنو مسئول نه دي.

https://p.dw.com/p/4CgVz
In Pictures: The Kabul evacuation mission
انځور: AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو هوايي ځواکونو يوې وياندې اين ستیفانک، د دوشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې د مړينو په اړه د پلټنو په ترڅ کې یې موندلې ده چې د الوتکو عملې یې «هغه وخت چې له ناڅرګند او ژر مخ پر خرابيدونکي حالت سره مخ شول ژر تر ژره هوا ته پورته کيدو پر ځای او ثابته پريکړه کړې وه.»

د هغه ورځې ويډيوګانې او نور رپوټونه ښيي چې څرنګه افغانانو په کابل کې د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې پر الوتکو هجوم ور وړی وو څو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په داسې حال کې له کابل څخه ووځي چې امريکايي ځواکونه هم د تخلیې په حال کې ول.

پوځي چارواکو ويلي چې « C-17» ډوله بار وړونکې الوتکې له ښکته کيدو سره سمې محاصره شوې او عملې یې د خلکو له خوا د راګير کيدو له ویرې د پرواز پريکړه وکړه.

د موبايل تليفون په ويديوګانو کې دوه تورې نقطې ليدل کيږي چې له الوتکې څخه راپريوځي. وروسته بيا څرګنده شوه چې دغه دوه افغان ځوانان ول چې ځانونه یې د الوتکې په ټایرونو کې پټ کړي ول. د الوتکې تر څو سوه فوټه تر پورته کيدو څو شيبې وروسته دغه ځوانان له الوتکې راولوېدل او مړه شول.

د قطر هوايي پوځي اډې ته تر رسېدو وروسته د الوتکې په ټایرونو کې د انسانانو پاته شوني هم وموندل شول. د امريکا هوايي ځواک دا «يوه له غمه ډکه» پېښه بللې ده.

د امريکا د هوايي ځواک وياندې اين ستيفانک وويل: «دا يوه له غمه ډکه پېښه وه او موږ د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږی لرو.»

هغې وويل چې د هوايي ځواک د ځانګړو پلټنو دفتر د پېښې تر پلټنو وروسته بيا د قطري چارواکو څخه هم په دې اړه نورو پلټنو غوښتنه وکړه خو هغوی له دې کار څخه ډډه کړې ده. ستيفانک وويل: «د الوتکو د عملې چټک فکر د عملې او د هغوی د طيارو خونديتوب تضمين کړی وو.»

تر اوسه معلومه نه ده چې له الوتکې څخه د رالوېدو او هغه وخت د ګډوډۍ په ترڅ کې څومره کسان وژل شوي ول. په ويډيوګانو کې يوازې دوه کسان ليدل کيږي چې د څو ثانیو په واټن کې له الوتکو راپرېوځي. خو پر يوه چت په يوه وخت کې د دوو جسدونو له راپرېوتو څخه داسې بريښي چې هغوی په يوځای له الوتکې لویدلي دي. يعنې دا چې په ويډيوګانو د لوېدو په حال کې لیدل کیدونکی یو بل شی هم ښايي لږ تر لږه يو بل تن وي.

پر چت د لویدلو جسدونو څخه یې يو ۲۴ کلن د غاښونو ډاکتر فدا محمد وو وو. د سيمه ایزو رسنيو په حواله بل تن د صفي الله هوتک په نوم يو ځوان وو. لږ تر لږه يو بل تن هم د سي -۱۷ ډوله الوتکې امریکايي الوتکې د ټایرونو لاندې شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

ب. ص/ خ. ح (AP)

زموږ له آرشيف څخه: