امریکا او طالبان د ځواکونو د وتلو مسودې د بیا لیکلو هڅه کوي
۱۳۹۸ تیر ۱۳, پنجشنبهاسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه نوې هلې ځلې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلیدو دمخه رواني دي.
د یاد خبري آژانس په وینا ځیني چارواکي چې له دغو خبرو خبر دي خو په هکله یې د ویلو اجازه نه لري دوی ته ویلي دي چې په قطر کې مذاکرات د چهارشنبې د شپې تر ناوخته روان ول او د پنجشنبې په ورځ به پیل شي. دا به شپږمه ورځ وي چې د طالبانو او د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ مستقیمي خبرې اترې ادامه مومي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین تر دې دمخه له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي وو چې د تړون مسوده له سره لیکل کیږي، څو توافق شوي موارد پکې شامل کړی شي.
رپوټ زیاتوي چې لاهم دواړه اړخونه ظاهرا د ځواکونو د وتلو پر مهال ویش باندې د نظر اختلاف لري او متحده ایالات په دې هڅه کې دی چې د ځواکونو د وتلو له پاره ډیر وخت تر لاسه کړي.
يوه طالب استازي چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له یاد خبري آژانس سره خبري کړي ويلي دي چې متحده ایالات په دې هڅه کې دي چې د ځواکونو د وتلو د بشپړیدو له پاره تر ۱۸ میاشتو وخت وغواړي. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ امریکايي تلویزوني چېنل فاکس نیوز، ته تیره اوونۍ ویلي وو چې د ځواکونو وتل لا ترمخه پېل شوي دي او د ځواکونو شمیر [په افغانستان کې] ۹۰۰۰ ته راکم کړل شوی دی.
خو د ترمپ دغه څرګندونې د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له خبرو سره په تناقض کې دي چې په خبره یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر چې ۱۴۰۰۰ دی کوم بدلون نه دی موندلی.
خو له دې سره سره د ترمپ دغه څرګندونې د هغه دا اراده په ډاګه کوي چې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې ته چې ۱۸ کاله یې کیږي، ختمه کړي.
په قطر کې بین الافغاني مذاکرات
آلمان او قطر چې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب کوي او د غونډې ګډونوالو ته بلنلیکونه استوي، ویلي دي چې په دغه غونډه کې ګډون یوازې په انفرادي یا شخصي توګه دی.
اسوشتید پرس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، ترمخه د دغه ډول یوه شرط سخت مخالفت کاوه، خو د راتلونکي یکشنبې د ورځې د غونډې په هکله یې کومه تبصره نه ده کړې.
طالبانو چې تر اوسه یې له افغان حکومت سره له مستقیمو مذاکراتو ډډه کړې، ویلي دي چې د افغان حکومت چارواکي په انفرادي توګه په دغه غونډه کې ګډون کولی شي. شاهین د چهارشنبې په ورځ د ټویټر په خپل پیغام کې ویلي وو چې ۶۰ کسان به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي. زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو پرمخ بیولو له پاره دغه غونډه اساسي عنصر بللی وو.
د افغانستان د سولي د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم ویلي دي چې د کابل په پلاوي کې به د ښځو د حقوقو د فعالانو په شمول د افغانستان د مدني ټولنې استازي هم ګډون ولري. هغه ویلي دي چې دا يو د بل د نظر اوریدو له پاره لومړنی ښه ګام دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي چې تر دې دمخه یې په مسکو کې دوه وارې له طالبانو سره د کنفرانس په ترڅ کې لیدلي وو، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه د قطر په غونډه کې ګډون نه کوي، ځکه چې هغه به په چین کې وي. خو هغه زیاته کړې دی په بشپړه توګه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړ کوي. دغه غونډه د جولای په اوومه او تمه نیټه په پام کې نیول شوې ده.