1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

امريکايي فوټبالرې د ترمپ په اړه خپل زړه تش کړ

۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعه

په فرانسه کې د فوتبال نړيوال جام لا دوام لري، چې امريکايي لوبغاړې ميګان رپينو د ترمپ په وړاندې ټينګ دريځ خپل کړی دی. هغه نه يوازې په لوبه کې، بلکې له دې کبله هم اوس د دغې سيالۍ اصلي ستورې بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/3LdiY
FIFA Fußball WM Frauen Frankreich USA Spielerin Megan Rapinoe
انځور: AFP/L. Bonaventure

د واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د امريکا متحده ايالاتو د ښځو فوټبال د ملي لوبډلې د لوبغاړې ميګان رپينو تر انځور لاندې، چې دا پکې د برياليتوب د نخښې په توګه خپل لاسونه پورته کوي، ليکلي دي: «د امريکا کپتانه». ميګان رپينو چې د ښځو د ملي ټيم د کپتان مرستياله ده، نن د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۵مه) ۳۴ کلنه کيږي او که له خپلې لوبډلې سره د يکشنبې په ورځ د نړيوال جام پايلوبه هم وګټي، نو د هغې له پاره تر ټولو ستره ډالۍ به وي. 
ميګان رپينو د ډېرو امريکايانو له پاره اوس هم د نړيوال جام يوه ستورې ګرځېدلې ده، نه يوازې په سپورټ کې د برياوو له کبله، بلکې په دې خاطر هم چې د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، په وړاندې يو غوڅ سياسي دريځ يې نيولی دی. د متحده آيالاتو د ښځو فوټبال ټيم چې د ۲۰۱۵م کال د نړيوالو سياليو پر مهال يې په دريم ځل اتلولي خپله کړې وه، دا ځل هم په فرانسه کې د نړيوال جام په لوبو کې د اتلولۍ د لقب خپلولو ښه چانس لري.
دونالد ترمپ له وړاندې د دې لوبډلې غړې سپينې ماڼۍ ته وربللې وې. خو ميګان رپينو دغه بلنه رد کړې ده. د فوټبال يوه نشريه چې «ايټ بای ايټ» نوميږي، د سه شنبې په ورځ ليکلي چې دغې يادې لوبغاړې ګويا ضمني ويلي دي: «زه دغې ٬مردارې٫ سپينې ماڼۍ ته نه ځم.» سره له دې هم ترمپ د خپل هېواد د ښځو لوبډله پرته له دې چې د اتلولۍ لقب خپل کړي يا نه، سپينې ماڼۍ ته وربللې ده.

ترمپ «جنسيت پال»، «د ښځو ضد»، «لنډ ذهن لرونکی» وبلل شو

ترمپ د انتظار سره سم د تويتر د لارې ميګان رپينو ته داسې ځواب ورلېږلی دی: «ميګان بايد مخکې له دې چې خبرې وکړي، لومړی لوبه وګټي!» خو رپينو خپل برياليتوب د خبرو شرط ونه ګاڼه او په يوه خبري ناسته کې يې وويل: «زه پر خپلو خبرو ولاړه يم او نه غواړم چې سپينې ماڼۍ ته ولاړه شم.» هغې له خپلو نورو لوبغاړو څخه هم د دې کار غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د ترمپ بلنې ته دې اهميت ور نه کړي.
د متحده ايالاتو د فوټبال ټولنې په ښکاره له خپلو ښځينه لوبغاړو غوښتي دي چې د دغه هېواد د ملي سرود د غږېدو پر وخت دې راولاړې شي او «د متحده ايالاتو بيرغ ته دې احترام وکړي». رپينو بيا د سرود د خپرېدو پر وخت راولاړه شوه، خو د اعتراض په توګه يې نه د متحده ايالاتو د سرود متن زمزمه کړ او نه يې خپل لاس پر سينې کښېښود.
ترمپ له رپينو وغوښتل چې خپل هېواد، سپينې ماڼۍ او د متحده ايالاتو بيرغ ته دې احترام ولري، ځکه چې «د هغې (رپينو) او د هغې د ټيم له پاره ډېر خدمات وړاندې شوې دي». خو رپينو بر عکس پر «ياهو سپورتس» اينترنېټي صفحې باندې د ترمپ داسې يو انځور وړاندې کړی دی: «جنسيت پال»، «د ښځو ضد»، «لنډ ذهن لرونکی»، «توکم پال» او «نه چندانې ښه سړی». 
په داسې حال کې چې رپينو سپينې ماڼۍ ته د ترمپ بلنه ونه منله، خو په ورين تندي يې يوه بله بلنه ومنله. الکساندريا اوکاسيو کورتيز، چې د متحده ايالاتو په ولسي جرګه کې د ديموکراتانو استازې ده، په يوه سياسي طرحه کې چې د ترمپ د طرحې ضد ده، د تويتر له لارې ليکلي دي چې رپينو او د لوبډلې نور غړي يې هم دې ته دعوت کړي چې که وغواړي، نو هغه کولای شي ورته ولسي جرګه وښيي. رپينو بيا ځواب ورکړ: «سمه ده.»
نورو لوبغاړو هم، د هغوی له جملې څخه الکساندرا کريګر د رپينو له دريځ څخه ننګه کړې او د سي ان ان رسنۍ ته يې ويلي دي چې د يکشنبې په ورځ د لوبې په ګټلو سره هم نه غواړي چې سپينې ماڼۍ ته ولاړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ايالاتو د ښځو فوټبال لوبډله يوه بله ادعا هم لري. هغه د دې غوښتونکې ده چې د نارينه وو په څېر ورته معاش تر لاسه کړي. 
دا په داسې حال کې ده چې نارينه په فوټبال کې د ښځو په پرتله لږ تر لږه پنځه برابره زيات معاش اخلي. خو په ورته وخت کې د متحده ايالاتو د فوټبال ښځينه ټيم درې ځله نړيواله اتلولي ګټې ده او د نارينه وو لوبډله تر دې دمه همېشه په دې کار کې پاته راغلې ده او د نړيوال جام ګټل ورته يو خوب او خيال ښکاري.
  
(dpa, sid)ns/nz

FIFA Frauenfußball WM 2019 Frankreich - USA
د متحده آيالاتو د فوټبال ښځينه ټيم سږ کال هم ډېر وځلېد.انځور: Reuters/B. Tessier