امريکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير کموي
۱۳۹۹ مرداد ۲۱, سهشنبهد سولې هلو ځلو ته په کتو سره امريکا ښايي په افغانستان کې په راتلونکو مياشتو کې د خپلو عسکرو شمير تر ۵۰۰۰ کم کړي. خو د امريکا د دفاع وزارت يا «پنتاگون» له خوا ويل شوي چې د عسکرو په شمير کې تغير به د «هېواد په وضعيت» پورې اړه ولري. زياته شوې چې د عسکرو د ايستلو پلان به د کانگرس له غړيو سره تر مشورو او د ناټو د خپلو شريکانو سره تر «مستقيمې همغږۍ» وروسته علمي شي.
د مگړۍ په افغانستان کې ۸۶۰۰ امريکايي عسکر ميشت دي. ولسمشر دونالد ترمپ تیره اوونۍ د «Axios» په نامه خبري مجلې سره په مرکه کې ويلي ول چې په افغانستان کې به د امريکايي عسکرو شمير په امريکا کې د نوامبر پر دريمه نيټه د ترسره کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو پورې «د څلورو او پنځوو زرو» ترمنځ پورې راکم کړي.
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت دا څرگندونې په داسې حال کې کړي چې پرون، دوشنبه ماښام افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۰۰ طالب زندانيانو د آزاديدو فرمان لاسليک کړ. غني په دې توگه د سولې د مشورتي لویې جرگې سپارښتنه پر ځای کړه. د يکشنبې په ورځ د سولې د مشورتي لویې جرگې گډونوالو د طالبانو د پاتو ۴۰۰ بنديانو چې ويل کيږي د تاوتريخوالي په درنو پېښو کې لاس درلودونکي هم پکې شامل دي، د آزادولو پريکړه وکړه.
وسله والو طالبانو هم د ولسمشر غني دغه گام د يوې «ښې پريکړې» په توگه ستايلی دی. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د آلمان خبري آژانس ته ويلي چې د پاتې زندانيانو تر آزاديدو وروسته به په يوه اوونۍ کې بين الافغاني خبرو ته چمتو دي.
د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد او د افغان حکومت يوې سرچينې هم د دوشنبې په ورځ (د اگست ۱۰ نيټه) ويلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د سولې خبرې اترې په يوه اوونۍ کې په قطر کې تر هغه وورسته پيل شي چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانيانو هم آزاد شي.
طالبانو د خپلو دغو ۴۰۰ جنگيالو د آزادولو خبره د سولې په خبرو اترو کې د گډون د شرط په توگه مطرح کړی وو. په دې تیرو څو میاشتو کې افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانيان آزاد کړل. د دې په بدل کې طالبانو هم خپله ژمنه پر ځای کړه او د حکومتي ځواک ۱۰۰۰ تنه غړي یې آزاد کړل.
bs/nz (afp)