1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

امريکا پر تايوان د ۱،۱ میليارډو ډالرو په بيه وسلې پلوري

۱۴۰۱ شهریور ۱۲, شنبه

د تايوان سره د وسلو يو احتمالي تړون اوس د متحده آيالاتو بهرنيو چارو وزارت منلی دی. په دغه تړون کې د کښتيو ضد راکټونه، هوا پر هوا توغندي او د رادار څارنيز سيستمونه شامل دي. د امریکا دغه اقدام چین په غوسه کړی.

https://p.dw.com/p/4GNyV
Taiwan | Militärübungen
انځور: Annabelle Chih/Getty Images

متحده آيالاتو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۲مه) د ۱،۱ میليارډو ډالرو په مقدار پر تايوان د وسلو پلورلو د يوه تړون اعلان کړی دی. په ورته وخت کې د واشنګټن او پيکنګ تر منځ ترينګلتيا زياته شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د وسلو د بستې هدف دا دی چې د تايوان دفاعي وړتيا لوړه شي چې د ۳۵۵ ميليونو ډالرو په ارزښت هارپون ډوله هوا پر سمندر توغندي او د ۸۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د سايډ ويندر هوا پر هوا توغندي په کې شامل دي.
«چین د تایوان تر ولکې لاندې راوستلو له پاره بهانې لټوي»

سربیره پر دې د ۶۵۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د څارنې يو رادار سيستم به له تايون سره مرسته وکړي چې ورباندې توغول شوي توغندي کشف کړي.

يو امريکايي چارواکی: دغه وسلې د تايوان امنيت ته حياتي دي

د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند دغه بسته د «تايوان امنيت له پاره حياتي» بللې ده. د وسلو دغه کڅوړه د بايدن د ادارې پر وخت تر ټولو ستره بسته ده، خو له دې وروسته بايد کانګرس هم ورته مثبته رايه ورکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا هم وويل چې متحده آيالات تر اوسه پورې يوازې پيکنګ په رسميت پېژني چې دغه هېواد بيا د تايوان ټاپو خپله خاوره بولي.

د احتمالي تړون تر اعلانېدو سمدلاسه وروسته چين د «متقابلو تدابيرو» خبرداری ورکړ او د وسلو د بستې د بیرته لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده. په واشنګټن کې د چين د سفارت يوه وياند، ليو پېنګيو، وويل چې »چين به د وضعيت د پرمختيا په رڼا کې قاطع مشروع او اړين متقابل تدابير پورته کړي.»

د چين او تايوان ترمنځ ترينګلتيا

تایوان ته د امریکا له لوري د وسلو د احتمالي تړون اعلان د واشنګټن او پيکنګ تر منځ د زياتېدونکې ترينګلتيا پر مهال کيږي. په تېرو اوونيو کې د متحده آيالاتو لوړپوړو چارواکو تايوان ته سفرونه کړي ول چې له کبله يې چين د تايوان ټاپو ته څېرمه پوځي تمرينونو ته هڅولی دی.تایوان: د چين پر ډرون الوتکو مو د خبرداري ډزې کړي

تر دې دمه تر ټولو لوړپورې امريکايي چارواکې د امریکا د کانګرس ويانده نانسي پېلوسي وه چې په اګست مياشت کې يې په تايوان کې درې ورځې تېرې کړې. چين تايوان خپله خاوره ګڼي او د پېلوسي د سفر پر مهال يې پراخ پوځي تمرينونه پيل کړي ول. چين د متحده آيالاتو له خوا د پارونې په صورت کې د پوځي تعرض ګواښ هم کړی دی. په داسې حال کې چې واشنګټن له تايوان سره رسمي اړيکې نه لري، هغه د قانون له مخې مجبوره دی چې د ځان د دفاع له پاره وسلې په اختيار کې ورکړي.

تايوان ويلي دي چې د چين ولسي جمهوريت د دوی پر ټاپو باندې هيڅکله هم واکنمي نه ده کړې او د هغې د مالکيت د ادعا حق نه لري. له دويچه ويله سره په يوه مرکه کې د تايوان د بهرنيو چارو وزير، جوزف اوو، د اوونۍ په پیل کې وويل چې د چين زياتېدونکی پوځي زور د دې نښه ده چې غواړي د دوی پر ټاپو باندې يرغل وکړي. تايوان قسم خوړلی دی چې له خپل ټاپو څخه به دفاع کوي که چين ورباندې خپل بريد پيل کړي.

kb/sms/ns/akh (AFP, AP, Reuters)