1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

تایوان: د چين پر ډرون الوتکو مو د خبرداري ډزې کړي

۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د تایوان پوځ وايي چې د چين پر ډرون الوتکو ېې چې د چین ساحلي ليکي ته نژدې د دوی د پوستو پر سر ېې پروازونه کول د خبردارۍ ډزې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4GGK4
China Airshow
انځور: Aly Song/REUTERS

د تایوان پوځ په یوه اعلامېه کې ويلي دي چې پوځ د سه شنبې په ورځ وروسته له هغې په دغه اقدام لاس پوري کړ چې د کنمین ټاپوګانو پر سر ېې په هوا کې ولاړې ډرون ولېدې.

په اعلامېه کې زياته شوې چې تر ډزو وروسته، ډرون الوتکې د چين نژدې ښار، شیامن، ته ولاړې. تایوان مخکې هم د خبردارۍ دا ډول ډزې کړي چې پکې ېوازې له رڼا ورکوونکو ګولیو یا فیشنګونو استفاده شوې ده.

د تايوان او چین تر منځ وضعیت وروسته له هغې ډير خراب شوی چې د امریکا د استازو مجلس مشره، نانسي پلوسي تیره میاشت د چین پر مخالفت سربېره تایوان ته ولاړه. چېن تر هغې وروسته د تایوان په شاوخوا کې پراخ پوځي تمرینات وکړل.

د تایوان دفاع وزارت وايي د چين دغه اقدامات چې د دغه ټاپويي هیواد د ۳۲ میليونه نفوس د ډارولو په مقصد دي، ناکام دي. تایوان په تایوان تنګي کې د کينمن او ماتسو پر ټاپوګانو پراخ کنټرول لري.