1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د پاکستان د پوځ اکمالاتي ملاتړ بيا پيلوي

۱۳۹۸ مرداد ۶, یکشنبه

د اف ۱۶ جنګي الوتکو اکمالاتي ملاتړ يو څو ورځې وروسته له هغه اعلان شو چې عمران خان له دونالد ترمپ سره په واشنګټن کې ليدلي ول. پاکستان په ورته وخت ژمنه کړې چې د افغان کشالې په سياسي حل کې به مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/3Mqh8
Pakistan Air Force | F 16C |  Nellis Air Force Base Nevada
انځور: imago/StockTrek Images/R. Edgcumbe

د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت ۱۲۵ ميليونه ډالره منظور کړي چې د پاکستان د اف ۱۶ ډوله جنګي الوتکو د اکمالاتي ملاتړ له پاره ځانګړي کيږي. دغه ګام يو څو ورځې وروسته له هغه اخيستل کيږي چې د پاکستان صدراعظم، عمران خان، د متحده آيالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ، سره ليدلي څو د متحده آيالاتو او پاکستان تر منځ ترينګلې اړيکې «له سره» ونيول شي.
د متحده آيالاتو د دفاعي امنيتي همکارۍ اژآنس د دغو تخنيکي مرستو په اړه ويلي دي چې «دغه وړانديز شوی خرڅلاو به د متحده آيالاتو له بهرنۍ پاليسۍ او ملي امنيت څخه حمايت وي، ځکه چې امريکايي پرسونل به دايم حاضر وي چې ۲۴ ساعته او د اوونۍ په هره ورځ به د استعمال له چارو څخه څار کوي.»

US-Präsident Donald J. Trump empfängt den pakistanischen Ministerpräsidenten Imran Khan
عمران خان په سپينه ماڼۍ کې له دونالد ترمپ سره کتلي ولانځور: picture-alliance

د افغانستان د سولې په بدل کې تخنيکي ملاتړ؟

تر دې مخکې د پاکستان حکومت له متحده آيالاتو څخه هيله کړې وه چې د اف ۱۶ ډوله جنګي الوتکو تخنيکي ملاتړ ته دې دوام ورکړي چې د دغه هېواد د دفاع له پاره اساسي بلل کيږي. د دوشنبې په ورځ، عمران خان او ترمپ موافقه وکړه چې په افغانستان کې به همکاري زياتوي څو پر طالبانو فشار راشي چې د سولې يوه تړون ته غاړه کښېږدي. واشنګټن له اسلام آباد څخه تمه لري چې هغه نفوذ وکاروي چې پر طالبانو باندې يې لري او هغوی دې ته مجبوره کړي چې يوه سياسي تړون ته لبيک و وايي. طالبانو په دې وروستيو کې ويلي دې چې  که عمران خان ورته بلنه ورکړي نو پاکستان ته به سفر کوي. 

شامل شمس/ن ص/ش ن