امريکا د افغانستان سفارت کنترول په لاس کې اخيستی
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبهد اسوشتيد پريس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د سفارت او قونسلګريو «مسئوليت یې پر غاړه» اخيستې دی څو یې امنيت ټینګ او مراقبت وکړي. زیاته شوې چې هیڅوک به ونه شي کولی تر بل امر پورې دغه ودانيو ته بې له اجازې داخل شي.
د امريکايي حکومت له خوا دا ګام تر هغه وروسته پورته کيږي چې دغه هېواد د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ وتړلې او ویې ويل چې په متحده ايالاتو کې به د می تر ۱۶مې نیټې وروسته هیڅ ديپلوماتيکي او قونسلي خدمات نه ترسره کيږي.
امريکا متحده ايالات د طالبانو حکومت چې په رسميت نه دی پيژندلی او نه هم او له افغانستان سره هیڅ ډول ديپلوماتيکي او رسمي اړيکي نه لري.
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې تر بل امر پورې به یې یې قونسلګريو او سفارت کنترول په لاس کې اخيستې او د يادو ماموريتونو د ملکيت ساتنه به وکړي چې په هغه کې پر نورو سربیره آرشيفونه، د افغانانو شتمنۍ او د سفارت او قونسلګرۍ د پوستې خدمات شامل دي.
د وزارت له خوا زياته شوې چې په واشنګټن کې پر سفارت سربیره په نیويارک او د کاليفیوريا په بيورلي هیلز کې د افغانستان د قونسلګريو کنترول هم د دوی په لاس کې دی.
د ۲۰۲۱ م کال د اګست په ۱۵ نیټه په افغانستان کې د جمهوري نظام نسکور او طالبان هلته بیا واکمن سول. تر دې دمه نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. چین، پاکستان، روسیه او ایران د طالبانو ځينې ډیپلوماټیک استازي منلي دي.
دطالبانو حکومت تر اوسه پوری په امريکا کې د افغان سفارت او قونسلګریو د تړلو په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.