امرالله صالح بيا ويلي چي «تروریست طالبان»دې اعدام شي
۱۳۹۹ دی ۳۰, سهشنبهامرالله صالح د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۹مه) پر خپل فیسبوک لیکلي دي چې د هغه د تيرې ورځې پر دغې خبرې چې تروريست طالبان بايد اعدام شي، د طالبانو ویندویانو غبرګون ښودلی دی. صالح لیکلي دي چې «طالبانو اخطار ورکړی، که حکومت دغه قاتلان اعدام کړي، نو د خلکو پر عام وژنې به لاس پورې کړي.»
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، پرون په خپل د «شپږنيمې بجو غونډې» تر سرليک لاندې د اعلاميو په لړ کې ليکلي وو چې د ستونزو د حل يوازينې لار د يو شمیر طالبانو اعدامول دی. د هغه دغې خبرې ته د رپوټونو پر اساس طالبانو غبرګون ښکاره کړی دی.
صالح وايي د «طالبانو دغه اخطار، هغه څه چې روښانه ول، نور يې هم روښانه کړل.» پر وينا يې طالبان پرته د انسانانو له وژنې بل کار زده نه دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال په خپلو خبرو کې زياته کړې ده چې «اوس نو په دې کې هيڅ شک نه دی پاتې چې تروريست طالبان د ملکيانو، مدني ټولنې او خبريالانو د وژنو او د بمې چاودنو مسئولان دي.»
هغه دا هم ويلي چې خلکو د هغه له دغې خبرې چې يو شمير طالبان دې اعدام شي، پراخ ملاتړ کړی دی.
امرالله صالح په خپلو ننۍ خبرو کې ويلي دي: «زه ېو ځل بيا پر خپل دغه نظر ټينګار کوم، هغه تروریستان چې باالفعله نيول کيږي او پر وړاندې يې مادي او معنوي ثبوت موجود وي، بايد اعدام کړل شي.»
په وروستيو کې د افغانستان د پلازمينې په ګډون، په مختلفو ولایتونو کې د هدفي وژنو ګراف لوړ شوی دی. د اکثرو دغه ډول پيښو مسئوليت د پخوا په څير اوس کومې ډلې هم پر غاړه نه اخلي، خو افغان حکومت ادعا کوي چې دا د طالبانو کار دی.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي، نن يې پر خپل ټيوټر يوه تبصره شريکه کړې چې د هغې په يوه برخه کې د امرالله صالح او د هغه د وروستيو څرګندو په اړه هم يادونه شوې ده. لیکل شوي دي: «صالح د خپل پخواني عادت له مخې يو ځل بیا مخکې له مخکې هڅه کوي تر څو د سولې بهير پر وړاندې خنډ جوړ کړي.»
په دغې تبصره کې چې د «صدای جهاد» په نوم ويب پاڼه کې په دري ژبه خپره شوې، د امرالله صالح دغې خبرې چې نيول شوي تروريست طالبان دې اعدام شي،« خزعبلات و چرندیات» يعنې چټياټ او بې معنی خبرې ګڼل شوي دي.
م.ک.ص./ا.ا.