1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانه سوداګره: د طالبانو په واکمنۍ کې هم خپل کار مخته وړم

۱۴۰۰ مهر ۵, دوشنبه

يوه افغانه سوداګره چې په سلونو ښځينه کارکوونکي او د زعفرانو شرکت لري وايي چې د طالبانو په راتلو سره به هم کراره کښې نه ني او خپل کار ته به ادامه ورکوي. د هغې په شرکت کې په سلهاوو مېرمني کار کوي.

https://p.dw.com/p/40v3T
Afghanistan Herat - Safran Farm
انځور: DW/S. Tanha

دغه مېرمن په هرات ولایت کې د پښتون زرغون شرکت مشره، سعيد شفيقه عطايي ده. د فرانسې خبري آژانس د هغې له قوله ليکي چې وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به هم «چوپه پاتې نه شي.»

شفیقه عطايي چې په ۲۰۰۷م کال کې يې په هرات ولایت کې د زعفرانو شرکت پرانیست، وايي: «موږ باید خپل غږونه پورته کړو، تر هغې چې د هغوی غوږونو ته ورسیږي.»

هغه زیاتوي: «مهمه نه ده چې څه پيښ شوي، موږ پر کور نه کښېنو، ځکه موږ ډیر زحمتونه ګاللي دي.»

د میرمن عطايي د زعفرانو شرکت چې کارکوونکې يې تقریباً ټولې ښځې دي، زعفران چې ويل کيږي د نړۍ تر ټولو قیمتي دوا یا مساله ده، پروسس، بسته بندي او بهر ته صادروي.

Afghanistan Herat - Safran Farm
د میرمن عطايي شرکت په کال کې د ۲۰۰ تر ۵۰۰ کیلوګرامه پورې زعفران تولید کړی دي - د آرشیف انځور هراتانځور: DW/S. Tanha

رپوټ زیاتوي چې تر زرو ډیري افغان میرمنې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې په ۶۰ جريبه ځمکه کې د زعفرانو پر کرکيله او ټولو باندې مصروفي دي.

میرمن عطايي وايي چې د دې په شرکت کې په کار ګمارل شوې ټولې هغه بې وزله ښځې دي چې د خپلې کورنۍ د نفقې پیدا کولو مسئولیت لري.

څلویښت کلنه عطايي وايي: «ما زښته ډير زحمت وکيښ تر څو مې خپل دغه تجارت تاسیس کړ.» هغه زیاتوي: «موږ نه غواړو غلې پاتې شو او نادیده ونیول شو. حتی که هغو [طالبان] موږ له پامه هم غورځوي موږ به غلې پاتې نه شو.»

د لويديځ په ملاتړ د افغانستان پخواني حکومتونه په افغانستان کې د کوکنارو د کرکيلې د مخنیوي په موخه کروندګر د کوکنارو د بدليل په توګه د زعفرانو کرکيلې ته تشويق او له هغوی يې ملاتړ وکړ.

Afghanistan Herat - Safran Farm
په هرات کې په سلونو میرمنۍ د زعفرانو په فارمونو کې په کار بوختې ديانځور: DW/S. Tanha

د زعفرانو په کار کې تر ډيره ښځې مصروفې دي، خو له دې سره سره لا هم افغانستان د کوکنار او هیروئينو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد ګڼل کيږي. رپوټ وايي چې د نړۍ د ۸۰ تر ۹۰ سلنې پورې مخدر مواد له افغانستانه صادريږي.

په افغانستان کې د وروستیو کلونو په جريان کې دغه صنعت ته ډير کار وشو. د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې، اوس په افغانستان کې د زعفرانو د کرکيلې ځمکه د ۲۰۰۲م کال په پرلته  څلور برابره ډيره شوې ده.

هرات د افغانستان هغه ولایت دی چې د زعفرانو کرکيله او تجارت په کې ډير کيږي. د افغانستان زعفران د نړۍ محبوب او د نړۍ په سطحه تر ټولو قیمتي زعفران يعنې يو کيلو يې څه باندې ۵۰۰۰ امریکا ډالر دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مېرمن شفیقه عطايي شرکت هر کال د ۲۰۰ تر ۵۰۰ کيلوګرامه پورې زعفران تولیدوي.

Afghanistan Herat - Safran Farm
د زعفرانو چایانځور: DW/S. Tanha

خو هغه اوس د خپل کاروبار په اړه او دغه راز د افغان میرمنو د راتلونکې په اړه چې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې يو ځل بیا خپلو ځينو اساسي حقونو لکه کار او تعلیم څخه منع کړل شوي دي، اندېښمنه ده.

واک ته د طالبانو له رسیدلو سره له افغانستان څخه په لسونو زره افغانان بهرنيو هیوادونو ته ووتل خو مېرمن عطایي په دې اړه وايي: «ما هم کولای شول چې ووځم، خو ما هیواد نه پرېښود، ځکه ما نه غوښتل چې ټول هغه سخت کارونه او هڅې مې چې کړې تر شاه پریږدم.»

هغه وايي: «زه فکر نه کوم چې هغوی به زموږ کار بند کړي.» له «هغوی» څخه د مېرمن عطايي موخه، طالبان دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز. je/fox/ser   

دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.