1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د دوو رسنیو انټرنیټي پاڼو تړلو ته غبرګونونه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

طالبانو د هشت صبح ورځپاڼې ترڅنګ د زاویه میډیا په نوم د یوې بلې رسنۍ انټرنیټي پاڼه هم تړلې ده. نۍ يا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، دا سانسور دی. خو طالبانو په دې اړه څه ویلي؟

https://p.dw.com/p/4Hj6p
د هشت صبح ورځپاڼه افغانستان
د هشت صبح ورځپاڼه افغانستانانځور: Hussain Sirat

«۸ صبح» ورځپاڼې ددې رسنۍ د انټرنیټي فعالیتونو د ځنډولو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د وینا په خپلواکۍ باور نه لري.

دې ورځپاڼې ویلي چې د مخابراتو وزارت د «سیاسي دلایلو» له مخې د هغوی انټرنیټي سایټ ورتړلی دی.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تېرې یکشنبې شپې راهېسې د ۸ صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا په نوم ځايي رسنیو انټرنیټي فعالیتونه ځنډولي دي.

زاویه میډیا هم د هغوی د فعالیتونو ځنډولو ته په غبرګون کې دا د بیان آزادی خلاف عمل بللی دی.

د زاویه نیوز لخوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې طالبان دې پر خپلې دغې پریکړې له سره کتنه وکړي.

اعلامیه لیکي: «له واکمنېدو راهيسې د طالبانو هڅه داده، چې د خلکو غږ او د واقعیتونو انعکاس خاموش کړي، خو زاويه نيوز د ولسي سرچينو پر اساس، د ولس غږ خاموشۍ ته نه پرېږدي.»

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو حکومت باید ددغو دوو رسنیو د انټرنیټي سایټونو د بندولو پر پریکړه له سره غور وکړي.

اعلامیه کې راغلي:«دا ډول چلند د رسنیو د خپرونو په چارو کې بندیز او سانسور ګڼل کیږي.»

اړوند مطالب:په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی؛ له طالبانو تازه غوښتنې

د بخښنې نړېوال سازمان هم پر خپله ټویټرپاڼه د طالبانو دغه اقدام د بیان پر آزادی برید بللی دی.

«پر خپلواکو رسنیو، د وینا په آزادی او ټولېدو باندې د طالبانو پرله پسې بریدونه، د خپلو مخالفینو د ځپلو یو بل ثبوت دی.»

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم منلې چې د هشت صبح او زاویه نیوز خبري شبکو ویبسایټونه یې ورتړلي دي.

اړوند مطالب:په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي

ددغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي یې د تړلو د لامل په اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«هشت صبح او زاویه نیوز خبري شبکې چې د افغانستان اسلامي امارت مشرانو پورې یې دروغجن تورونه تړل، بې توازنه راپورونه او کاذب  خبرونه یې خپرول، د یوې فیصلې پر بنسټ یې وبسایټونه وتړل شول.»

خو نۍ یا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې ویلي چې که دغو رسنیو نشراتي سرغړونې کړې وي، نو باید په اړه یې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون ته رسمي شکایت وشي.

طالبانو د پخواني حکومت د رسنیو قانون پر بنسټ، د رسنیزو سرغړونو کمېسیون جوړ کړی، چې طالب چارواکو وار له مخه دغه قانون له یو لړ بدلونونو سره منلی دی.

د مخابراتو وزارت له ویاند مو وپوښتل چې د هشت صبح ورځپاڼې او زاویه نیوز رسنیو د انټرنیټی فعالیتونو تر ځنډېدو وړاندې یې ولې رسنیزو سرغړونو شکایتونو کمېسیون ته شکایت نه دی کړی؟ خو هغه په دې اړه ځواب ورنه کړ.

«۸ صبح» د مطبوعاتو د آزادۍ جايزه وگټله