1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان له هند او بنګله دیش سره لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

مسعود جهش
۱۳۹۷ خرداد ۸, سه‌شنبه

د افغانستان کریکټ بورد له بنګله دیش سره د درو شل اوریزو لوبو او له هندوستان سره د تیست لوبې له پاره لوبډلې اعلان کړې. په لوبډلو کې د نویو او پخوانیو لوبغاړو نومونه شامل دي.

https://p.dw.com/p/2yUly
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د افغانستان د کریکټ بورد د غوراوي کمیټې مشر نوروز منګل، له بنګله دیش سره د درو شل اوریزو لوبو او له هندوستان سره د تیست لوبې له پاره لوبډلي اعلان کړې.

افغانستان د جون میاشتې پر دریمه، پنځمه او اوومه نیټه له بنګله دیش سره درې شل اوریزي لوبې ترسره کوي. دغه لوبې د افغانستان له پاره له دې کبله ارزښتناکه دي، چې د نوروز منګل په خبره په درجه بندي کې به د افغانستان پر موقعیت باندې اغیزه ولري.

د شل اوریزو لوبو له پاره د افغانستان په لوبډله کې شهزاد محمدي، نجیب ترکی، عثمان غني، اصغر ستانکزی، نجیب ځدران، سمیع الله شینواري، شفیق الله شفق، درویش رسولي، نبي عیسی خیل، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان، شرف الدین اشرف، مجیب ځدران، شاپور ځدران او آفتاب عالم شامل دي. د دغو لوبغاړي له ډلې څخه به یې یوولس لوبه کوي او څلور تنه نور به بیا اضافي لوبغاړي وي.

د افغانستان درې لوبغاړي مجیب ځدران، راشد خان او محمد نبي تازه د هندوستان د کورني لیګ له لوبو ستانه شوي دي. هغوی په دې لیګ کې ډیر ښه ځلیدلي دي او تمه کیږي چې د افغانستان او بنګله دیش تر منځ په لوبه کې به هم خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

د تیست لوبډله

افغانستان همداراز د جون میاشتې پر شپاړسمه نیټه له هندوستان سره تیست لوبه ترسره کوي چې دا یې په تاریخ کې د یوه بشپړ غړیتوب هیواد پر وړاندې لومړي تیست لوبه ده. افغانستان په وروستیو وختونو کې د کریکټ د نړیوال شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او په دې ترتیب سره اوس کولای شي چې د کریکټ تر ټولو معتبره لوبې، یا تیست هم وکړي.

د دې لوبې له پاره د افغانستان په لوبډله کې شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، ناصر جمال، حشمت الله شاهدي، افسر ځاځي، نبي عیسی خیل، راشد خان، زاهیر خان، حمزه هوتک، سید شیرزاد، محمد یمن احمدزی، وفادرا، مجیب ځدران شامل دي.

د افغانستان تکړه تیز توپ اچوونکی دولت ځدران په تمریناتي لوبو کې د ټپي کیدو له کبله په دغو دوو لوبو کې نه لوبيږي.

د افغانستان د کریکټ بورد د غوراوي کمیټې مشر وویل چې دغه لوبغاړي په هندوستان کې د یوه اوږد تمریناتي کمپ وروسته، ټاکل شوي دي او لاس رسي وړ لوبغاړو په ډله کې همدا تر ټولو ښه دي چې په لوبو کې نیول شوي دي.