1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: سیلابونو يوه ورځ کې ۶۲ کسان وژلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۲, شنبه

د څو اونیو راهیسې په افغانستان کې د شدیدو بارانونو له کبله سیلابونه را وتلي دي. د چارواکو په وینا یوازې په یوه ورځ کې د دغه هیواد په شمال ختیځ کې لږ تر لږه ۶۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4fjhd
Sturzfluten in Afghanistan
آرشیف انځور: سیلابونو یوازې په یوه ورځ کې په بغلان ولایت کې ۶۲ تنه وژليانځور: NDMA/dpa/picture alliance

له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې سیمه ایز مشر هدایت الله همدرد د جمعې (د می میاشتې ۱۰ نیټه) په ورځ د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته وویل: «په بغلان ولایت کې د نني سیلابونو له کبله د تلفاتو شمیر ۶۲ تنو ته لوړ شوی دی.» نوموړي زیاته کړه چې کیدای شي د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.

په لومړي سر کې د مړو شمیر ۵۰ تنه ښودل شوی و. له طبعي پيښو سره د مبارزې ادارې په وینا د جمعې ورځې د سیلابونو په قربانیانو کې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

په ډیرو سیمو کې سیلابونه په داسې وخت کې را وتلي دي چې خلکو ورته هیڅ ډول امادګي نه درلودله. ژغورونکې عملې د پولیس او پوځ په همکارۍ د خټو او ویجاړو شوو کورونو د خځلو لاندې د نورو احتمالي قربانیانو پسې لټون جاري ساتلی دی.

ننګرهار کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

په انټرنټي پاڼو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په کوڅو او سړکونو کې په پراخه کچه د سیلاب خړې اوبه جریان لري.

د اپریل میاشتې له نیمایي څخه د افغانستان په لسو ولایتونو کې جاري شوو سیلابونو تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژلي دي.

د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، سخت دریځه طالبانو په افغانستان کې واک په خپل لاس کې نیولی دی. له هغه وخت راهیسې ډیر شمیر هیوادونو او مرستندویه سازمانونو له دغه بې وزله هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي دي.

په دغه هیواد کې له طبیعي پيښو او ناورینونو وروسته، خلک تر ډیره بریده په خپل حال یوازې پریښودل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا