افغانستان: د طالبانو په بریدونو کي ډیر انسانان وژل سوي دي
۱۳۹۷ اسفند ۱۱, شنبهطالبان اصلأ همدا اوس د امريکا متحده ايالاتو سره د افغانستان د شخړې د سیاسي حل په هکله خبري کوي. د هغوی په لیدنو کتنو کي مگر د طالبانو د حملو پر کمېدلو او یا حتی اوربند باندي تر اوسه پوري خبري نه دي سوي، برعکس د هغوی حملې لا ډیري سوي هم دي. داسي چي طالب یاغیانو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه) په یوه وخت کي د درو ولایتونو امنیتي قواوي تر بریدونو لاندي ونیولې.
خو زیادتره تلفات د هلمند د ۲۱۵ نمبر قول اردو پر مرکزي قرارگاه باندي په حمله کي رامنځته سوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت د لږترلږه ۲۳ امنیتي کسانو د وژل کېدو خبره کوي، خو بیا د هلمند د قول اردو څخه دننه منابع دغه تعداد نور هم لوړ بولي. سربیره پردې په دغه حمله کي ۲۰ بریدکونکي هم وژل سوی دي، چي ۸ یې ځان مرگي ول. د وزارت په حواله دغي حملې تر ۱۶ ساعتونو اضافه دوام پیدا کړ.
په شمال کي هم طالبانو بریدونه کړي
د افغانستان د شمال په سر پل ولایت کي د الماني خبري آژانس - dpa په حواله لږترلږه ۱۱ عسکر او پولیس د وسله والو طالبانو په بریدونو کي وژل سوي دي. د دغه ولایت د ولایتي شورأ څخه نور اغا نوري ویلي دي، چي د هغوی د موټرونو قطار د یاغیانو تر حملې لاندي راغلی دی. الماني خبري آژانس - dpa سربیره پردې ویلي دي ، چي د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ پر نظامي پوستو باندي د طالبانو په یوه حمله کي هم لږترلږه ۱۴عسکر او پولیس وژل سوي دي.
په دوحه کي د سولي خبري ادامه لري
د بلي خوا بیا، بې له دې چي دغو نوو بریدونو ته پاملرنه وسي، د امريکا متحده ايالاتو یو پلاوئ د لوړ پوړو طالبانو سره په دوحه کي خپلي په دې منځ کي شپږمي دورې خبرو ته ادامه ورکوي، تر څو د تر ۱۷ کلن اضافه دوامداري شخړي ته په افغانستان کي د سیاسي حل یوه لاره پیدا سي. دواړه خواوي اوس هلته د نړیوالو ځواکونو د وتلو او یوه تضمین د رامنځته کیدو په باب خبري سره کوي، تر څو افغانستان د ترهگرانو یو ډادمن ځای ونه گرځي.
تر دوې ورځنۍ وقفې وروسته به د سیاسي حل د رامنځته کیدو په هکله سلأ مشورې همدا نن شنبه ورځ (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۲يمه نېټه) بیرته ادامه پیدا کړي.