تروريزم
افغان چارواکي وايي د میدان وردګ د برید طراح يې وژلی دی
۱۳۹۷ بهمن ۳, چهارشنبهاعلان
د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې د طالبانو یو قوماندان چې نوم یې نعمان ښوول شوی، د سه شنبې په ماښام په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
د ملي امنیت په یوه بیانيه کې راغلي دي: «پر نعمان او اوو نورو کسانو باندې تر هغه وروسته برید شوی چې هغه د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا د اوپراتیفي فعالیتونو په پایله کې وموندل شو.»
په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د ملي امنیت اداره به دغه ترهګره ډله تعقیب کړي او ټول [غړي به یې] ووژني.»
طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. د سه شنبې په ورځ د ملي امنیت ادارې ویلي ول چې په میدان ودرک ولایت کې د دې ادارې پر یوه مرکز باندې د طالبانو په یوه برید کې ۳۶ ځواکونه وژل شوي وو او ۵۸ تنه نور ټپیان شوي ول. دا په داسې حال کې ده چې نورو سرچینو په دې پیښه کې تر ۱۰۰ د ډیرو ځواکونو د وژل کیدو خبره کړې ده.