1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: طالبانو څو خره ويشتلي دي

۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې طالبانو په غور ولایت کې څلور خره چې د حکومت تر ولکې لاندې يوه کلي ته یې خوراکي توکي رسول، په ډزو وژلي دي. د طالبانو وياند هم پېښه تائید کړې ده.

https://p.dw.com/p/3XFbQ
Afghanistan Dorfbewohner mit Eseln
انځور زموږ له آرشيف څخه اخيستل شویانځور: Getty Images/AFP

د غور ولايتي شورا غړي محمد مهدوي او د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي ويلي دي چې پېښه پنځه ورځې تر مخه د غور په چهارسدې ولسوالۍ کې شوې ده.

مهدوي د آلمان خبري آژانس ډي پي ای ته وويل چې طالب وسله وال له څلورو کلونو راهيسې د چهارسدې ولسوالۍ پر۹۰ سلنه برخه کنترول لري او هغه کسان چې په مانگ نومې کلي کې چې د حکومت تر ولکې لاندې دی او همدا راز حکومتي ځواکونه خوراکي او د اړتيا نورو توکو ته محدود لاس رسی لري.

تیره اوونۍ د منگ کلي يوې اوسيدونکې چې د طالبانو د ولکې لاندې سيمه کې د خپلو خپلوانو ليدو ته تللې وه، څلور خره په اوړو، غوړو او وريجو بار کړي ول څو یې خپل کلي ته يوسي. کله چې دغه ښځه بيرته منگ ته ستنیدله نو د وسله والو درولې وه او اجازه یې نه ورکوله چې دغه په خوراکي توکو بار خره د حکومت تر ولکې لاندې سيمې ته ولاړ شي.

د چارواکو په حواله د ښځې له لوري تر يو څه مقاومت وروسته وسله والو خوراکي مواد ضبط کړي او دغه څاروي یې په ډزو وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دا د حکومت پلوه مليشو غړيو ول چې پر خرو خوراکي توکي بار کړي ول او هغه یې خپلو پوستو ته وړل.

مجاهد زياته کړې چې طالبانو دغه کسانو ته کمين نيولی وو. هغه وويل: «روښانه ده چې خوراکي توکي مو ضبط کړي دي» او د حکومت پلوه مليشو غړي مو نيولي دي.  

غور د افغانستان د وروسته پاتې ولايتونو څخه يو دی چېرته چې په دې وروستيو کې ځايي اوسيدونکو څو ورځې د حکومت پر ضد احتجاجونو کې برخه واخيسته. هغوی د سړکونو د جوړولو او بريښنا غوښتنه کوله.

bs/nz (dpa)