1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي د بندرونو او مهمو سیمو بیرته نيولو ته چمتووالی نیسي

۱۴۰۰ تیر ۱۹, شنبه

په داسې حال کې چې طالبانو تازه د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاوره باندې د کنټرول ادعا کړې، افغان چارواکو ویلي چې د مهمو سیمو بیرته نیولو ته یې چمتووالی نيولی دی. طالبانو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جګړه شدیده کړې ده.

https://p.dw.com/p/3wIkv
Afghanistan Regierungstruppen in Faizabad
انځور: Afghanistan Ministry of Defence/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اخراج قاطعانه دفاع وکړه، تر هغه دوه ساعته وروسته طالبانو وويل چې دغې ډلې د افغانستان په لويديځ کې دوه مهم بندرونه په خپل کنترول کې راوستلي دي چې دې سره يې له ایران څخه نیولې تر چين پورې يو سرحدي قوس تکميل کړی دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د طالبانو يوه پلاوي په مسکو کې ويلي دي چې دوی په وروستيو کې د افغانستان له نژدې ۴۰۰ ولسواليو څخه شاوخوا ۲۵۰ يې نيولې دي. دا هغه ادعا ده چې په مستقلانه توګه يې تائيد ناممکنه ده او افغان حکومت يې هم په اړه د اختلاف نظر لري.

 د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد ياد آژانس ته په جلا جلا توګه ويلي وو چې د دوی جنګیالیو له ایران سره سرحدي ښارګوټی، اسلام قلعه او ترکمنستان سره يې د تورغنډۍ بندر نیولی دی.

بل لور ته د هرات د والي ویاند، جيلاني فرهاد، وايي چې چارواکي د تازه دمه ځواکونو پر مټ د اسلام کلا ښارکوټي د بیرته نیولو چمتووالی نيسي. اسلام کلا د افغانستان او ایران تر منځ تر ټولو ستر سوداګريز بندر دی.

Russland Afghanistan l PK der Anführer der Taliban-Bewegung in Moskau
په ماسکو کې د طالبانو پلاوي ويلي دي چې د افغانستان ډيرې ولسوالۍ يې په کنټرول کې ديانځور: Tatyana Makeyeva/REUTERS

هغه وويل: «تقويتي ځواکونه لا تر اوسه اسلام کلا ته نه دي استول شوي، خو دغه ځواکونه به ډير ژر واستول شي.«

افغان حکومت په کراتو دغه مسئله رد کړې ده چې ګواکې د طالبانو له خوا نیول شوې سیمې دې حتی ډير لږ ستراتيژيک اهمیت هم ولري، خو د طالبانو لاس ته په وروستيو کې د څو نوو بندرونو او د معدني موادو درلودونکو سیمو لویدل به وشي کړای دغې ډلې له پاره څو نوې عایداتي سرچینې وګرځي.

 بایدن ويلي دي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د اخراج بهیر به د اګست مياشتې تر ۳۱مې نيټې بشپړ شي. بایدن اعتراف وکړ چې دا به «له امکانه لرې وي» چې کابل به پر ټول هیواد باندې کنټرول وشي لرلی.

هغه وويل چې نور په افغانستان کې پاتې کيدل د دوی له پاره «یو انتخاب نه دی.» بایدن په دې اړه زیاته کړه: «زه به بل امریکايي نسل د جګړې له پاره افغانستان ته وانستوم.»

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو د وروستيو اوونيو په جریان کې د افغانستان په شمال کې خپلې سیمې پراخې کړي او حکومت د ولایتونو مرکزونه په خپل اختیار کي لري کوم چې باید په ډیرو تقویتي ځواکونو سمبال او د هوا له لارې يې اکمالات وشي.

Afghanistan Vormarsch der Taliban | Badghis Provinz Qala-i-Naw
انځور: Mirwis Omari/AP/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس زیاتوي، په شمال کې د طالبانو تازه تحرکات د دې سبب ګرځيدلي چې د افغانستان محدود هوایی ځواک تر لا ډير فشار لاندې راشي. افغان حکومت بیا په نژدې راتلونکې کې د افغان هوايي ځواکونو د تقويت څخه ډاډ ورکړی دی. د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان د ملی امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وويل چې راتلونکې اوونۍ به ۷ بلیک هاک جنګي چورلکي افغان هوايي ځواکونو ته ورسيږي. هغه وويل چې په دې اړه امریکايي چارواکو سره بحثونه ادامه لري او په راتلونکې کې به نورې بلیک هاک الوتکې هم راشي.

د امریکا ولسمشر جو باید بیا ويلي دي چې افغانان نور باید د خپل هیواد راتلونکې په خپله وټاکي، خو هغه په دې اړه د ظاهرې نه باوري هم تائيد کړه. بایدن د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان به وشي کړی چې ټول افغانستان ونيسي، وويل: «نه، دا نشته.» خو بایدن ترڅنګ اعتراف وکړ چې په افغانستان کې د یو واحد حکومت رامنځ ته کيدل چې پر ټول هیواد باندې کنترول ولري، ظاهرا له امکانه لري وي.

Taliban-Offensive in Afghanistan | Qala-i- Naw
د دفاع وزرات ويلي دي چې په د هرات په قلعه نو باندې بشپړ کنټرول لريانځور: AFP/Getty Images

د افغانستان دفاع وزارت د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د امنيتي ځواکونه د هرات اسلام کلا پر ښارګوټي «بشپړ کنټرول» لري، خو يوه ځایي چارواکي ويلي دی چې طالبانو شپې پر دغه ښار بیا بریدونه پيل کړي دي.

په هرات ولایت کې پخواني نامتو جهادي قوماندان چې اوس مهال د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر وړاندې د جګړې میدان ته راوتلی په هرات کې خبریالانو ته وويل: «موږ به ډير ژر د جګړې لومړۍ کرښې ته ورشو او د خدای په مرسته به وضعیت کې بدلون راولو.«

داسې ښکاري چې طالبان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره تر پخوا ځواکمن شوي، او ظاهرا دغې ډلې پر پوځي بریا فشار راوړی دی. دې سره په دوحه کې د سولې له پاره پیل شوې هڅې هم له بن بست سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي او پوځي چارو شنونکو تل ويلي دي چې د افغانستان د کشالې حل د نظامې لارې ناممکنه ده.

AFP/mks/akh